د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د دولتي دفاعي علمي اکاډمۍ وياند د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې دوی د دسمبر د ۷مې نېټې په ماسپښين د سوهای په نوم د سپوږمکيو توغولو په مرکز کې يوه ډېره ستره ازموينه تر سره کړه او دغه اکاډمۍ د کارګرو ګوند مرکزي کمېټې ته د دغې سترې بريالۍ ازموينې راپور ورکړی.
په دغه اعلاميه کې همدارنګه راغلي چې د دغې ازموينې برياليتوبونه به ژر په راتلونکې کې د ديموکراتيکې کوريا د ستراتيژيک ځای د بدلون په برخه کې مهم رول ولوبوي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |