CRI Online

د ايران پوليسو ۵۰۰ کيلوګرامه نشه يي توکي ونيول

cri     (GMT+08:00) 2019-12-09 10:59:42

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د سيستان او بلوچستان ولايت پوليسو په دې وروستيو کې په سرحدي سيمه کې د نشه يي توکو پر ضد لويه پيمانه عمليات تر سره کړل او کابو ۵۰۰ کيلوګرامه نشه يي توکي يې تر لاسه کړل.

د ايران د تسنيم اژانس د ياد ولايت د امنيتي ځواکونو د قوماندان محمد ملاشاهي په حواله وويل، علاوه له ۵۰۰ کيلوګرامه نشه يي توکو څخه، دوه قاچاق کوونکي هم نيول شوي دي، يو شمېر وسلې او موټرونه هم لاس ته راوړي دي.

د سيستان او بلوچستان ولايت د تازه شمېرنې سره سم، د سږ کال له جنورۍ څخه تر اګست پورې، امنيتي ځواکونو د نشه يي توکو پر ضد عملياتو کې ټولټال ۶۲ ټنه نشه يي توکي نيولي دي.

سيستان او بلوچستان ولايت د ايران په جنوب ختيځ کې واقع دی او پاکستان او افغانستان ته نژدې دی. په تيره اوږده موده کې په دې سيمه کې د نشه يي توکو د قاچاق جرمونه زيات وو او امنيتي حالات يې هم د ډاډ وړ نه. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای