CRI Online

د منځني ختيځ په اړه د چين استازي د نړيوالو اصولو پر بنسټ د منځني ختيځ د سولې بهير د پرمخبيولو غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-12-09 11:00:15

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د منځني ختيځ په اړه د چين استازي جای جيون د دسمبر په اتمه نېټه له فلسطين څخه د ليدنې په وخت کې د دغه هېواد او اسرائيلو تر منځ د مسئلې په باب د چين په دريځ يو بيا ټينګار وکړ او د نړيوالو اصولو پر بنسټ د منځني ختيځ د سولې بهير د پرمخبيولو غوښتنه يې وکړه.

جای جيون په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، چين د سولې خبرو اترو له لارې د فلسطين مسئلې د حل و فصل لارې ملاتړ کوي او دا نظر لري چې دغه مسئله دې د دوو هېوادونو د جوړولو په اصل، د م م د اړوندو پرېکړه ليکونو، د ځمکې په بدلون کې د سولې لاس ته راوړلو پلان، د عربي سولې غوښتنې په ګډون د نړيوالو موافقه ليکونو او اصولو پر بنسټ د خبرو اترو له لارې حل شي.

جای جيون په اوومه نېټه فلسطين ته ورسېد او په همدې ورځ يې له فلسطيني ولسمشر محمود عباس سره وکتل، دواړو خواوو د سيمه ييزو حالاتو په باب د نظريو ژورې تبادلې وکړې. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای