CRI Online

د شينجيانګ د بېلا بېلو ټولنو شخصيتونه : هېڅ بهرني ځواک ته اجازه نه ور کوو چې د دې سيمې ثبات او يووالي ته زيانونه ورسوي.

cri     (GMT+08:00) 2019-12-09 15:58:29

په دې وروستيو ورځو کې د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو او ټولنو شخصيتونو څرګنده کړې چې امريکا د تش په نامه د ۲۰۱۹ کال د اويغور د بشري حقونو د تګلارې د قانوني مسودې د تصويبولو له لارې پر حقيقتونو سترګې پټې کړې دي. مونږ هېڅ بهرني قدرت ته اجازه نه ورکوو چې د دې سيمې ثبات او يووالي ته زيانونه ورسوي. مونږ باور لرو چې شينجيانګ به لا ښکلی راتلونکې ولري.

د شينجيانګ د اويغور د کورواکۍ سيمې د ولسي کانګرس د دايمي کميټې د قانوني کارونو کميسيون مشرې لي جون وويل چې ياده قانوني مسوده د چين په کورنيو چارو کې د امريکا څرګنده لاسوهنه ده. هغې وويل، امريکا د کوم تړون له مخې د دې قانوني مسودې د تصويبولو له لارې د بل هېواد په کورنيو چارو کې د لاسوهنې حق تر لاسه کړی؟تر هر څه لومړی قانوني مسوده بايد قانوني بنسټ ولري، د نورو هېوادونو د کورنيو چارو په هکله د امريکا د ملي کانګرس د ارزيابۍ بنسټ څه دی؟زما په اند دغه قانوني مسوده بې بنسټه ده.

د شينجيانګ د اوبو لګولو ادارې د ګوندي کميټې منشي او د دې ادارې مرستيال الخان عثمان وويل چې د امريکا ياده قانوني مسوده له حقيقتونو څخه سرغړونه کوي. هغه وويل، زه د يوه داسې اويغوري چارواکي په توګه چې په شينجيناګ کې وده شوی، د امريکا د يادې کړنې په هکله خپګان څرګندوم او ور سره مخالفت کوم.د شينجيانګ ټولنه په ثابت ډول ښه روانه ده او په تېرو دريو کلونو کې هېڅ د زورزياتي پېښې نه دي رامنځته شوي.د بېلا بېلو قومي وګړو د امن احساسات په څرګنده توګه زيات شوي او د ټولني پر ثبات او دايمي امنيت د دوی باور نور هم پياوړی شوی دی.مونږ په شينجيانګ کې د چين د کمونېست ګوند له اداري ستراتيژۍ څخه او د امريکا د يادې کړنې پر وړاندې د مرکزي حکومت له يو لړ اعلاميو څخه ملاتړ کوو.

د دې سيمې د علمي او تخنيکي ادارې د ګوندي کميټې غړي او د دې ادارې مرستيال ګاو وانګ شنګ وويل چې له شينجيانګ سره د مرستو په برخه کې د يوه چارواکي په توګه د دې سيمې د پرمختګ او بدلونونو عينی شاهد پاتې شوی يم. اوس مهال د شينجيانګ اقتصاد په دوامداره توګه پرمختګ موندلی، ټولنه يې په ثابت ډول ساتل شوی ،د خلکو ژوند يې په پر له پسې توګه ښه شوی او د بېلا بېلو مذهبونو خلک په سوله کې ژوند کوي او بېلا بېل قومي وګړي د انارو د دانو په شان سره يو ځای دی. هغه وويل، په شينجيانګ کې مې د پنځو کلونو لپاره کار او ژوند کړی دی.په تېرو څو کلونو کې د دې سيمې ټولنې او اقتصاد ګړندی پرمختګ موندلی ، يو لړ عصري تصدۍ شينجيانګ ته داخلې شوي،صنعتي پرمختګ چټک شوی او متخصصين دلته راغلی او اوس د شينجيانګ ثابت حالت لا ښه شوی دی.

د شينجيانګ د خوتن ښار د مسلکي مهارتونو د روزلو مرکز فارغ شوي زده کوونکي سمونجان خليل د خپلو تجربو له لارې د امريکا ياده قانوني مسوده رد کړه. هغه وويل، زمونږ په مرکز کې د زده کړې په مټ د تندلارۍ په اړه زما خيالونه له منځه وړل شوي او زما قانوني پوهه او نور مهارتونه هم ډېر شوي دي . په دې مرکز کې د زده کړې تر پای ته رسولو وروسته مې خپل شرکت جوړ کړی دی. که په دغه مرکز کې مې زده کړه نه وای کړی، نو پر اوسنی ژوند به مې نه درلودی. مونږ په نوې زمانه کې زمونږ په سيمه کې د چين د کمونېست ګوند له اداري ستراتيژۍ او د امريکا د بدو کړنو پر وړاندې د مرکزي حکومت له يو لړ اعلاميو څخه ملاتړ کوو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای