CRI Online

ترکيې د داعش ۱۱ وسله وال خپل هېواد ته وسپارل

cri     (GMT+08:00) 2019-12-10 10:26:55

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې د کورنيو چارو وزارت د دسمبر په ۹مه نېټه اعلان وکړ چې ۱۱ داعش وسله وال خپل هېواد ته وسپارل شول.

دغه وزارت په همدې ورځ په يوه لنډه اعلاميه کې وويل، ۱۱ وسله وال فرانسوي اتباع دي او پکې د دوی هويتونه مالوم نه دي.

د ترکيې حکومت په نومبر کې اعلان وکړ چې ترکيې د داعش زرګون بند شوي وسله وال خپل هېوادونو ته د ورسپارلو کار پيل کړ. د خبري رسنيو له مخې، زياتره بند شوي وسله وال له اروپايي هېوادونو څخه راغلي دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای