CRI Online

چين به په پر له پسې توګه د بهرنيو شرکتونو د پراختيا لپاره ښه سوداګريز چاپيريال او اداري تضمين برابر کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-12-10 11:20:55

د چين د سوداګرۍ وزارت معاون ژن هونګ بين د دسمبر په ۹مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې چين د سوداګرۍ چاپيريال ښه والي ته په درنه سترګه ګوري، په دوامداره توګه اصلاحات ژوروي ، د نظام خوځنده ځواک او د نوښت پټ توان هڅوي ، د نوي اداري سيسټمونه او پاليسۍ جوړوي، په نويو صنعتونو کې بهرنۍ پانګه اچونه هڅوي او د بهرنيو شرکتونو پراختيا لپاره به د ښې سوداګرۍ چاپيريال چمتو کولو ته دوام ورکړي.

د چين بهرنۍ سوداګرۍ په ۲۰۱۹ کال کې وده او پرمختګ کړی. د تازه رسمي شمېرنې له مخې، د روان کال له جنورۍ څخه تر نومبر پورې د چين وارداتي او صادراتي عمومي ارزښت 28.5 زرو مليارډو يوانو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲ اعشاريه ۴ سلنه زيات شوی .د اټکل له مخې تمه کېږي چې په ټول کال کې به د ټولې سوداګرۍ حجم ۳۰ زرو مليارډو يوانو ته ورسېږي. د چين د صادراتو ودې کچه د نړۍ د لويو اقتصادونو اوسط څخه لوړه ده.د چين د سوداګرۍ وزارت د بهرني تجارت رياست مشر لي شينګ چيان وويل چې د چين د بهرني سوداګرۍ جوړښت په دوامداره توګه ښه شوی او په دې کې شخصي شرکتونو لوی رول لوبولی دی.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای