د چين د ميډيا ګروپ د (CGTN) تلويزيون په دې وروستيو ورځو کې په شينجانګ کې د ترهګرۍ پر ضد د دوو مستند فلمونو انګليسي بڼې خپرې کړې او پکې يې دغې سيمې ته د ترهګرۍ او تندلارۍ رسيدلي زيانونه وښودل چې د چين په دننه او بهر کې يې سخت غبرګونونه راپارولي دي. ډېر کسان هغه معلومات غواړي چې د زورزياتي د دغو پېښو پر وړاندې هغه امريکايي پارلماني غړي چې د ۲۰۱۹ کال د اويغور د بشري حقونو د تګلارې قانوني مسوده يې تصويب کړې ، څه نظرونه لري؟
له څه باندې يو کال راهيسې ځينو امريکايي پارلماني غړو غوښتی چې د شينجيانګ مسئلې د جوړولو له لارې د چين د پرمختګ مخنيوی وکړي. که څه هم په ياد مستند فلمونو کې په شينجيانګ کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې حقيقتونه څرګند شوي، خو دغو پارلماني غړو د شترمرغانو په شان پر دغو حقيقتونو سترګې پټې کړې دي. دا رښتيا ده چې دوی د ترهګرو او شريرو وګړو ملګري دي.مونږ هيله لرو چې ځيني امريکايي پارلماني غړي خپل وجدان له لاسه ور نه کړي او د ترهګرۍ پر ضد په نړيوالو عادلانه چارو کې خنډ ونه ګرځي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |