CRI Online

د چين د کيهاني چارو ادارې مشر هيله وښودله چې لازيات هېوادونه او خلک له کيهاني تخنيکونو څخه برخمن شي

cri     (GMT+08:00) 2019-12-10 11:38:41

د م م د فضايي علمي او تخنيکي ښوونې د اسيا او ارام سمندر د سيمه ييزې شورا څلورمه غونډه او د دې مرکز د جوړېدو د پنځمې کاليزې په مناسبت يادغونډه د دسمبر په نهمه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د کيهاني چارو ادارې مشر جانګ که جيان په دې غونډه کې هيله وښودله چې چين په پر له پسې توګه نړيوالې تبادلې پياوړې کړي، د همکاريز موډل ابتکار وکړي او همکاريزې برخې لا پسې پراخې کړي تر څو لازيات هېوادونه او خلک له کيهاني تخنيکونو څخه برخمن شي.

ياد مرکز چې په ۲۰۱۴ کال کې جوړ شوی دی، په اسيا او ارام سمندر سيمه کې د حکومتونو ترمنځ د علمي او تخنيکي ښوونې لومړی سيمه ييز ارګان دی او د دې مرکز د جوړېدو له پنځو کلونو راهيسې د ۶۴ هېوادونو شاوخوا زر تنه کدرونه دلته روزل شوي دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای