CRI Online

د چين د ولسي سياسي مشوراتي کنفرانس د ملي کميټې مرستيال هه هو هوا: هرڅومره چې چين ښه او پياوړی وي ، د مکاو راتلونکی به هم لا ښه او غوره وي

cri     (GMT+08:00) 2019-12-10 15:40:44

د چين د ولسي سياسي مشوراتي کنفرانس د ملي کميټې مرستيال هه هو هوا په دې وروستيو ورځو کې په مکاو کې له خبري رسنيو سره د مرکې په وخت کې وويل چې له چين سره د مکاو له بېرته يو ځای کېدلو راهيسې په دې تېرو ۲۰ کلونو کې د مکاو پرمختګ د هېواد ودې سره نژدې تړاو لرلی. مکاو بايد د ملي پرمختګ فرصتونه په پام کې ونيسي او د "يو هېواد او دوو نظامونو " پر پاليسۍ ټينګار وکړي. هه هو هوا په ۱۹۹۹ کال کې د مکاو د ځانګړې اداري سيمې د مشر په توګه ټاکل شوی و. له چين سره د مکاو له بېرته يو ځای کېدلو مخکې د مکاو اقتصاد د ډېرو کلونو لپاره د منفي ودې په حال کې و. د بېکارۍ کچه يې لوړه او امنيت يې خراب و.هه هو هوا خبريالانو ته وويل ، کله چې هغه ياده دنده پر غاړه واخيسته ، نو هغه ځان ته دوه دندې وټاکلې: يو دا چې په پوره توګه اساسي قانون پلی کړي او په مکاو کې په برياليتوب سره د "يو هېواد او دوو نظامونو" پاليسي پلې کړي. بله دا چې د مکاو خلکو ته خوندي او سوله ييز ماکاو وسپاري. د ده په اند د مرکزي حکومت په ملاتړ او د مکاو د بېلا بېلو ټولنو په ګډو هڅو د مکاو اقتصادي او ټولنيز اړخونه د پام وړ لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي.

تاسو کولی شئ ووينئ چې ايا دا په تېرو ۲۰ کلونو کې زموږ عمومي اقتصادي پرمختګ دی يا له سترې برخې سره همکاري ، موږ ستره وده ترلاسه کړې. د مرکزي حکومت او مرکزي پاليسيو قوي ملاتړ او په مکاو کې د سلګونو زرو خلکو له هڅو پرته د نن ورځې لاسته راوړنو امکان نه درلوده.

هه هو هوا وويل چې د مکاو اوسېدونکي په شعوري ډول د مکاو برخليک د هېواد برخليک سره يوځای بولي. له همدې امله دوی کولی شي د يو کمربند او يوې لارې وړانديز او د ګوان دونګ ،هانکانګ او مکاو د خليج سيمې په ابادولو کې په فعال ډول برخه واخلي او د ملي پراختيا عمومي وضعيت په کلکه تعقيب کړي ترڅو د خپلو شخصي چارو د پراختيا لپاره فرصتونه ومومي. هغه په ځانګړي ډول دا ټکی په ګوته کړ چې د ګوان دونګ ،هانکانګ او مکاو د خليج سيمې جوړول نه يوازې د مکاو لپاره د پرمختيا فرصت دی ، بلکې د مکاو د پراختيا پر وړاندې د شته محدوديتونو د ماتولو فرصت هم دی.

مکاو د هېوادپالنې او مکاوپالنې ښه دود لري.

له همدې امله ، د مکاو کې نوی نسل بايد د نافذه قوانينو او د هېواد اساسي قانون په اړه بشپړه او درسته پوهه ولري.

هه هو هوا وويل چې مکاو د نوي تاريخي پيل مرحلې ته ننوتلی ، د مکاو برخليک د هېواد برخليک سره نژدې تړاو لري ،زموږ هېواد ښه دی او لا ښه کېږي او د مکاو راتلونکی به هم لا ښه او ښه شي. هغه د مکاو حکومت او خلک وهڅول چې د ملي پرمختګ فرصتونه ونيسي.

د نوي تاريخي پيل پر وړاندې موږ باور لرو چې د مکاو راتلونکې به يقينا ښه او غوره شي. البته ، له هرڅه لومړی ، زموږ باور دا دی چې موږ بايد باور ولرو چې زموږ هېواد ښه او لاښه کېږي. هرڅومره چې زموږ هېواد ښه او پياوړی کېږي،نو د مکاو پرمختګ به هم خامخا ښه او پياوړي شي. خو د دې فرصت د تر لاسه کولو لپاره ، نه يوازې د مکاو حکومت، بلکې په مکاو کې هر کس بايد پوه شي چې څنګه د دې فرصت د تر لاسه کولو لپاره نوښت په لاره واچوي. زه باور لرم چې د مکاو خلک به دا فرصت ترلاسه کړي. زه باور لرم چې "يو هېواد او دوو نظامونو" اصل به په مکاو کې په ثابت ډول پلی شي او دا به غوره او لاغوره وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای