په دې وروستيو ورځو کې د امريکا د استازو جرګې د تش په نامه د ۲۰۱۹ کال د اويغور د بشري حقونو تګلارې قانون مسوده تصويب کړه. په دې هکله د شينجيانګ ګڼ شمېرو کدرونو او ملکيانو خپګان او ناخوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې په دې وروستيو کلونو کې ځايي حکومت د باکيفيته پرمختګ د چټکتيا لپاره ډېر ښه تدبيرونه نيولي او د بېلا بېلو قومي وګړو د نيکمرغۍ ګراف يې لوړ کړی دی.
باکيفيته پرمختګ د شينجيانګ د اقتصادي پرمختګ عمده تمايل دی. تېر کال په دې سيمه کې د نويو سمسورو ستراتيژيکو چارو عمومي ارزښت شاوخوا ۲۲۰ ميليارډه يوانو ته رسيدلی و. روان کال د ۷۵۰ کيلو وولټ په ظرفيت بريښنايي شبکه د دې سيمې په جنوب څلورو ناحيو کې جوړه شوې ده.د روان کال د جولای په ۳۱مه نېټه د کاشغار له قاغليګ څخه تر مويو پورې د ګړندي سړک د جوړولو کارونه تر سره شوي او اوس پرې موټرونه تګ راتګ کولی شي . ور څخه دا ښکاري چې د شينجيانګ په ټولو ناحيو او ښارونو کې د ګړندي سړکونو جوړونه بشپړه شوې ده.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |