د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ په ۱۶مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره خبر ورکړ چې امريکا او روسيې په همدې ورځ د اطريش په پلازمېنه ويانا کې د ستراتيژۍ او امنيت ډيالوګ تر سره کړ. دواړو خواوو د پوځي تجهيزاتو د کنترولولو او ستراتيژيکي ثبات په شمول د څو موضوعاتو په اړه بحثونه کړي دي.
د امريکا خارجه وزارت په ياده اعلاميه کې څرګنده کړه چې د نړيوال امنيت او د ذروي وسلو د نه خپراوي چارو په اړه د دغه هېواد مرستيال خارجه وزير کريفيستوفر فورت او د ده روسي سيال سيرګي ريابکوف په جلا جلا توګه د خپلو پلاويو په مشرۍ سره په ياد ډيالوګ کې ګډون وکړ. دواړو خواوو د ملي ستراتيژيکي تګلارو په اړه بحثونه وکړل څو په ځينو مهمو امنيتي مسئلو کې د دواړو خواوو ترمنځ سوتفاهم کم کړي. د دې تر څنګ دواړو خواوو په نژدې راتلونکې کې د ځانګړو موضوعاتو په اړه د کارپوهانو ترمنځ د غونډې جوړولو پرېکړه کړې ده.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |