CRI Online

په نوې زمانه کې د چين او ميانمار ترمنځ د وروڼو په شان د دوستۍ درې خوځنده ځواکونه

cri     (GMT+08:00) 2020-01-18 19:43:42

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنوري په اوولسمه نېټه د ميانمار په ناپيتاو کې د دې هېواد له ولسمشر يو وين مينټ سره د کتنې په ترڅ کې هيله وښودله چې د خپل سفر له لارې هغې درې فقره ييزې څرګندونې وکړې يعنې چين د ميانمار له خوا د هغې پرمختيايي لارې له غوره کولو څخه ملاتړ کوي چې د دوی له مشخصاتو سره سمون لري،د چين او ميانمار ترمنځ د ګډ برخليک د ټولنې د ابادۍ لپاره له ميانمار سره ګډې هڅې کوي او په فعاله توګه خپلمنځي همکارۍ پرمخبوزي. د چين له دغه څرګندونې څخه ښکاري چې چين د ميانمار له پرمختګ څخه ټينګ ملاتړ کوي او په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروڼو په شان د دوستۍد لاټينګښت لپاره يې نوی خوځنده ځواکونه زيات کړي دي.

روان کال د چين او ميانمار ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له اويايمې کاليزې سره برابر دی. رئيس شي جين پينګ په نوي کال کې لومړۍ ليدنه له ميانمر څخه وکړه، ور څخه ښکاري چې چين له ميانمار سره دغې دوستۍ او اړيکو ته په درنه سترګه ګوري. رئيس شي جين پينګ له ولسمشر يو وين مينټ سره د کتنې په ترڅ کې هغه درې فقره ييزې څرګندونې وکړې چې دا په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره نوی خوځنده ځواکونه راپارولي دي.

چين او ميانمار به عنعنوي دوستي او سياسي متقابل باور لا ټينګ کړي او د متقابلو ګټو پر بنسټ به خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي. د چين او ميانمار ترمنځ د وروڼو په شان دغه دوستي به په نوې زمانه کې نوی خوځنده ځواکونه ولري چې د دواړو هېوادونو خلک به ترې ګټې واخلي او سيمه ييزه سوله او پرمختګ به ترې برخمن شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای