د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د روانې میاشتې په ۱۸مه نیټه میانمار ته خپل رسمي سفر پای ته ورساوه. په دغه دوه ورځني سفر کې یی په ۱۲ فعالیتونو کې ګډون کړی چې په کې د همکاریو ۲۹ تړونونه لاسلیک شوي دي. دواړو خواوو د چین او میانمار د ګډ برخلیک ټولنې په جوړولو موافقه وکړه او یوه ګډه اعلامیه یې هم خپره کړه چې د چین او میانمار ترمنځ د دایمي دوستۍ او واقعي همکارۍ نوې زمانه پیل شوې ده.
په یاده ګډه اعلامیه کې د سیاسي باور، اقتصادي همکارۍ، کلتوري تګ راتګ او نړیوالو او سیمه ییزو همکاریو له لحاظه دغه رسمي سفر ته بیا کتنه شوې او د چین او میانمار د اړیکو پرمختګ لپاره نقشه جوړه شوې ده.
په تیرو ۷۰ کلونو کې د چین او میانمار دوستي د وخت په تیریدو سره ټینګ بنسټ ایښودل شوی دی. میانمار ته د رئیس شي سفر په رڼا کې به د دواړو هیوادونو اړیکو نوی زمانه پیل شي او نه یوازی د دواړو هیوادونو خلکو ته بلکې سیمې او نړۍ ته به هم ګټې ورسوي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |