CRI Online

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د چين او افغانستان ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۶۵مې کاليزې په مناسبت د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت سرپرست ادريس زمان ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

cri     (GMT+08:00) 2020-01-20 14:51:54

د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ شلمه نېټه د چين او افغانستان ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو له ۶۵مې کاليزې سره برابره ده. د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په دې مناسبت د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت سرپرست ادريس زمان ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.

هغه په دغه پيغام کې ليکلي: زه د چين ولسي جمهوريت او د افغانستان اسلامي جمهوريت ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۶۵مې کاليزې په وخت کې تاسو ته تودې مبارکي او نيکې هيلې وايم.

چين او افغانستان يو د بل ښه او دوديز ګاونډي هېوادونه دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو له ۶۵ کلونو راهيسې، دوه اړخيزو اړيکو د ګډو کوښښونو په رڼا کې سالم او ثابت پرمختګ موندلی دی. په تېرو څو کلونو کې چين او افغانستان د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ لپاره ښې همکارۍ کړې، په هره ساحه کې يې مؤثرې همکارۍ پياوړې کړې، د دواړو هېوادونو ترمنځ يې ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ته لا زياتې ماناوې ورکړې او د دواړو هېوادونو، د دې سيمې او حتی د ټولې نړۍ د سولې، امنيت او پرمختګ د ساتلو لپاره يې هڅې کړې دي.

زه غواړم له تاسو سره يو ځای د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د تر لاسه شويو ګډو نظريو د پلې کولو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د نژدې والي او د دواړو هېوادونو د خلکو د ګټو د زياتوالي لپاره په ګډه کوښښونه وکړم.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای