(د برازيل خبري رسنۍ د پسرلني اختر په مناسبت د چين د هنري نندارې په اړه ويډيو خپره کړه)
د چين ميډيا ګروپ په کوربتوب د ۲۰۲۰ کال د پسرلني اختر په مناسبت هنري ننداره به د جنورۍ د ۲۴مې نېټې په شپه يعنې د چيني دوديزې جنترۍ له مخې د روان کال د وروستۍ ورځې په شپه خپره شي. په دغه ننداره کې په زړه پورې پروګرامونه او پرمختللې او نوې تکنالوژۍ د نړيوالو خبري رسنيو پاملرنې راجلب کړې. د څه باندې ۱۷۰ هېوادونو او سيمو تر ۴۶۰ زياتې خبري رسنۍ به د دې نندارې په اړه خبرونه ورکړي. د اټکل له مخې، سلګونه بهرني تلويزيونونه، نوې خبري رسنۍ او سينماګانې به اړوند پروګرامونه خپاره کړي چې د امريکا، بريتانيا او جاپان په شمول د زياتو هېوادونو نژدې ۲۸۰ خبري رسنۍ به دغه هنري ننداره او يا ځينې مهمې په زړه پورې ژوندۍ صحنې خپرې کړي. د ايټاليا، استراليا، عربي متحده اماراتو او هند په شمول د ۲۰ هېوادونو سينماګانې به د دغې نندارې فلم وښيي چې د چين ميډيا ګروپ لخوا جوړ او په ځايي ژبو يې ژباوړل شوی.
پسرلنی اختر د چينايانو لپاره تر ټولو مهم اختر دی. د چيني دوديزې جنترۍ له مخې د هر کال د وروستۍ ورځې په شپه د يادې نندارې کتنه د نوموړي اختر يوه برخه ده. دغه ننداره په ۱۹۸۳ کال کې په لومړي ځل او په تېرو مسلسلو ۳۰ کلونو کې جوړه او خپره شوې او د ګېنز د نړيوالو ريکارډونو له مخې د دې نندارې د پروګرام کتونکي په نړۍ کې تر ټولو زيات دي.
(د تایلند خبري رسنۍ د پسرلني اختر په مناسبت د چين د هنري نندارې په اړه خبر ورکړ)
(د روسيې خبري رسنۍ د پسرلني اختر په مناسبت د چين د هنري نندارې په اړه خبر ورکړ)
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |