په انځور کې ۲۴ کلن ځوان هوانګ جه چاو د چين د جيانګ شي ولايت د شه چنګ ولسوالۍ په هنګ تيان کلي کې يو آزاد کاسب دی. د هغه ژوند په ۲۰۱۴ کال کې د خپل پلار د مړينې له امله له ستونزو سره مخامخ شو. هوانګ جه چاو په ۲۰۱۵ کال کې په شه چنګ ولسوالۍ کې د الکترونيکې سوداګرۍ روزنې له تر لاسه کولو وروسته د آزاد کار کسب د رامنځته کېدو هيله پيدا شوه. هغه په همدې کال د چينا پوست له خوا د جوړې شوې الترونيکې سوداګريزې ويبپاڼې له لارې ځايي ځانګړي کرهنيز توليدات وپلورل. هغه دغه راز د ښکليو کليوالو منظرو او په زړه پورې ژوند ويډيوګانې جوړې کړې او په انټرنيټ کې يې خپرې کړې، نو د زياتو انترنيټ کاروونکو پاملرنې يې راجلب کړې او د دې له لارې يې خپل توليدات پلورل. هغه په دې بهير کې د توليداتو د کيفيت کنترول په مهم ارزښت پوه شوی، نو د کرهنيزو توکو روزنيزه اډه او د توليداتو د چمتوالي ورکشاپ يې جوړ کړی، دغه راز د توليد او خرڅلاو لار يې پيدا کړې.
په ۲۰۱۹ کال کې د ده د توليداتو د خرڅلاو ارزښت تر ۳ لکو يوانو زيات و. هغه پلان لري چې په ۲۰۲۰ کال کې به د توليداتو ډولونه ۱۰ ته زيات کړي او په بهرنيو بازارونو کې به خپل توليدات وپلوري.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |