CRI Online

د چين ميډيا ګروپ په کوربه توب د ۲۰۲۰ کال د چين د پسرلني اختر په مناسبت د هنري نندارې په اړه مطبوعاتي غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2020-01-20 19:32:03

د چين ميډيا ګروپ په کوربه توب د ۲۰۲۰ کال د چين د پسرلني اختر په مناسبت د هنري نندارې په اړه مطبوعاتي غونډه د جنورۍ په شلمه نېټه تر سره شوه. د دغې نندارې اړوند چارواکي د سمسورتيا خيال د ريښتيا کولو او په خوشحاله توګه د پسرلني اختر نمانځنه تر مضمون لاندې خبري رسنيو ته د دغې نندارې د جوړولو په اړه ځلانده ټکي او څو نوي تخنيکونه معرفي کړی او په هراړخيزو خبري رسنيو کې د دغې نندارې د خپرولو پلان يې اعلان کړ. دغه ننداره به خلکو، قومونو، دودونو، جشن، زمانې او نړيوال کيدو ته پاملرنه وکړي او د سټېج د هنر، له نندارچيانو سره د ګډې نمانځنې، له نويو علمي تخنيکونو څخه د استفادې او په هراړخيزه توګه د خپرولو له لارې نوښتونه جوړ کړي.

د روان کال د پسرلني اختر هنري ننداره به نه يوازې په بيجينګ کې، بلکې د هه نان ولايت د جنګ جو ښار او د ګوانګ دونګ ولايت، هانکانګ، مکاو په لويه سيمه کې سټېجونه جوړ کړي او په ټولو سټېجونو کې به له پنځه G انټرنيټ استفاده شي.

د چين ميډيا ګروپ به د لومړي ځل لپاره د ۸K ډېر پاک ټلويزيوني پروګرام او ژوندۍ فلم جوړ کړي. د امريکا، بريتانيا، جاپان، روسيه، برازيل، سينګاپور، عربي متحده امارات، ماليزيا، ټايلنډ او لاوس په شمول د څه دپاسه يو سل اوياوو هېوادونو او سيمو څه دپاسه پنځوس خبري رسنيو، د څه باندې شلو هېوادونو او سيمو په سنيمارونو کې به دغه ننداره او د دغې نندارې ژوندۍ فلم خپور شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای