په وروستې موده کې د چين د هو بې ولايت د وو هان ښار په شمول ځينو ځايونو کې د نوي کورونا ويروس سکاروي ساري ناروغۍ رامنځته شوې. د جنورۍ د شلمې نيټې د ماښام تر شپږو بجو پورې د چين په دننه کې د دغې ناروغۍ په ويروس د اخته شويو ناروغانو شمېر ۲۲۴ چې ۲۱۷ تنه تشخيص شوی او اووه تنه د دغې ناروغۍ د اخته کيدو شک کېږي. په جاپان کې يو تن، ټايلنډ کې دوه تنه او کوريا جمهوريت کې يو تن په دغې ناروغۍ اخته شوي دي.
د دغې ساري ناروغۍ له رامنځته کېدو وروسته د چين مرکزي حکومت او دولتي شورا دې موضوع ته ډېره پاملرنه کوي. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ په دې اړه مهم هدايات خپاره کړل چې اړوندې څانګې بايد دغې ناروغۍ ته په جدي سترګه وګوري او تر وسې پورې د دغې ناروغۍ د مخنيوي او دفاع کارونه تر سره کړي.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي او صدراعظم لي که چيانګ هم اړوندو څانګو ته هدايت کړی دی.
د شي جين پينګ او لي که چيانګ د غوښتنو له مخې د دولتي شورا په اړه په ګډه د مخنيوي او دفاع ميکانيزم د جنورۍ په شلمه نېټه ټلويزيوني او ټليفوني غونډې تر سره کړې چې د دغې ساري ناروغۍ د مخنيوي کارونو په اړه يې هراړخيز ترتيبات نيولي دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |