په افغانستان کې ميشتو امريکايي ځواکونو د مارچ په ۴مه نېټه په هلمند ولايت کې د وسلوالو طالبانو پر هدف هوايي بريد وکړ، د دوی په وينا دا د سولې تړون له لاسليکېدو وروسته د افغانستان پر ي ځواکونو د وسلوالو طالبانو څو څو ځلو بريدونو ته انتقامي عمل دی.
په افغانستان کې د ميشتو امريکايي ځواکونو وياند سوني ليګيټ په انټرنيټي ټولنيزې رسنۍ کې دا پيغام خپور کړی چې دغه هوايي بريد په نهر سراج ولسوالۍ کې د افغان طالبانو په هدف تر سره شو او دا د طالبانو د بريدونو د مخنيوي په موخه دفاعي عمل دی. د نوموړي په قول افغان طالبانو د مارچ په ۳مه نېټه په هلمند ولايت کې پر افغان امنيتي ځواکونو ۴۳ بريدونه کړي دي.
د افغانستان د امنيتي ځواکونو يوه چارواکي خبريال ته وويل، چې د طالبانو يو مهم غړی د امريکايي ځواکونو په دغه هوايي بريد کې هم وژل شوی دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |