د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د خيبر پښتونخوا د روغتيا وزارت د مارچ د ۱۸مې نېټې په شپه د نوي کورونا ويروس پر ساري ناروغۍ د ۲ اخته کسانو د مړينو راپور ورکړ چې په دغه هېواد کې په لومړي ځل د دې ناروغۍ له امله د مړينې پېښې رامنځته شوې دي.
د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې د کورونا ويروس له امله د مړينې لومړۍ پېښه په مردن ښار کې شوې، ويل کيږي چې پر يادې ناروغۍ اخته کس ۵۰ کلن سړی و او په دې وروستيو کې له سعودي عربستان څخه پاکستان ته ستون شوی و. بله پېښه د پېښور ښار په يو روغتون کې يو ۳۶ کلن کس چې پر يادې ناروغۍ اخته و، مړ شوی دی.
د طبي خدمتونو په چارو کې د پاکستان د صدراعظم ځانګړي مرستيال ظفر ميرزا په همدې شپه خبر ورکړ چې په دغه هېواد کې پر يادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۴۷ ته رسېدلی دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |