د شينهوا خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان يوې سرچينې د مارچ په شلمه نېټه خبر ورکړ چې نن ددغه هېواد په سويل، زابل ولايت کې پر يوه پرځي مرکز د شوي بريد له امله ۱۴ ملي اردو او لس ملي پوليس وژل شوي دي.
د پيېښې يوه عيني شاهد د نوم نه ښودلو په شرط د شينهوا آژانس خبريال ته وويل چې نن سهار وختي ددغه ولايت د مرکز قلات ښار په شاوخوا لس کيلو مټرۍ کې شپږو پوليسو پر يوه پوځي مرکز بريد وکړ. دغه بريد د زابل د ولايتي شورا رييس هم دغه بريد تاييد کړی او ويلي يې دي چې ددې پېښې له امله ۱۴ ملي اردو او لس ملي پوليس وژل شوي او بريدګر د يوه موټر په وسيله د پېښې له ځای څخه په تېښته بريالي شوي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |