په افغانستان کې د چين سفير وانګ يو د مارچ په ۲۴مه نېټه په دغه هېواد کې د روغتيا نړيوال سازمان له استازي ريک پيپرکورن او د اروپايي ټولنې د اتباعو ساتنې او بشري مرستو عمومي ادارې او د بې پولې ډاکټرانو سازمان له استازو سره وکتل او د نوي کرونا ويروس ناروغۍ د وقايې او کنترول په برخه کې يې د همکارۍ د پياوړتيا په اړه د نظريو تبادلې وکړې.
سفير وانګ وويل، چې اوس په چين کې د دې ناروغۍ د وقايې او کنترول وضعيت ښه شوی او د ژوند او توليد چارې د بيا پيل په حال کې دی. چين په دې وروستيو کې د يوې ويډيويي غونډې په جوړولو د افغانستان په شمول د يوراسيا او جنوبي اسيا له ۱۹هېوادونو سره اړوندې تجربې شريکې کړې. د چين حکومت به افغان حکومت ته د ازموينې کيټونو په شمول مرستندويه توکي ورکړي. چين له نړيوالو سازمانونو مننه کوي چې په افغانستان کې يې د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنيوي لپاره هلې ځلې کړي او هيله لري چې له دغو نړيوالو سازمانونو او د افغانستان د روغتيا له وزارت سره همکاريو ته دوام ورکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |