د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د مارچ په ۲۶مه نېټه د نوي کرونا ويروس د ناروغۍ ضد د چارو په اړه د شلو هېوادونو ډلې په ځانګړۍ ويډيويي سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ما جاو شو د مارچ په ۲۵مه نېټه د چيني خبري رسنيو له خبريالانو سره په مرکه کې د يادې سرمشريزې غونډې د زمينې او د چين د هيلو په اړه معلومات خپاره کړل.
ما جاو شو وويل، چې د نوي کرونا ويروس ضد د چارو په اړه د شلو هېوادونو ډلې ځانګړې سرمشريزه غونډه به د مارچ په ۲۶مه نېټه تر سره شي چې د شي جين پينګ په شمول د شلو هېوادونو ډلې د غړو هېوادونو، مېلمنو هېوادونو او اړوندو نړيوالو سازمانونو مشران به پکې ګډون وکړي. دا به د شلو هېوادونو ډلې په تاريخ کې د مشرانو لومړنۍ ويډيويي سرمشريزه غونډه او د دې ناروغۍ له رامنځته کېدو راهيسې به د شي جين پينګ لومړی مهم څواړخيز ډيپلوماتيک فعاليت وي.
ما جاو شو وويل، په چين کې د شي جين پينګ تر مشرۍ لاندې د نوي کرونا ويروس له ساري ناروغۍ سره په مبارزه کې د چين لاسته راوړنې د نړيوالې ټولنې له لوري ډېرې ستايل شوې دي. په دې ځانګړې سرمشريزه غونډه کې د شي جين پينګ ګډون دا ښيي چې چين له نړيوالې ټولنې سره په ګډې همکارۍ د دې ناروغۍ ضد ټينګ هوډ لري، چين په دغه مبارزه کې د يو لوي هېواد مسئوليت پر غاړه اخيستی او د همکارۍ او همغږۍ د پياوړتيا او د نړيوال اقتصاد د ثبات لپاره د شلو هېوادونو له ډلې څخه ملاتړ کوي. چين د دغې سرمشريزې غونډې په اړه هيلې لري چې د ټولو هېوادونو ترمنځ يووالی ټينګ شي، خپلمنځي همکارۍ يې پياوړې او همغږي يې لا ډېره شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |