CRI Online

د چين په بېلا بېلو ځايونو کې به ښوونځي ژر په وار سره خپلې دروازې پرانيزي.

cri     (GMT+08:00) 2020-03-26 11:29:44

په چين کې د ناول کرونا ويروس د خپرېدو حالت په ښه والي سره به د دغه هېواد په بېلا بېلو ځايونو کې ښوونځي په وار سره خپلې دروازې پرانيزي او عادي تدرسي نظم به ژر اعاده شي.

د جه جيانګ ولايت د هانګ جو ښار هر زده کوونکي بايد خپل ښوونځي ته د بېرته راتګ لپاره پر انترنيټ د خپلې روغتيا يو ځانګړی QD کوډ ولري او هره ورځ ښوونځي ته د ننوتلو لپاره دې اړوندې معاينې ومني.

په شان شي ولايت کې د ۱۲م ټولګي ټول ۲۵۰ زره تنو زده کوونکو په ۲۵مه نېټه په ښوونځي کې په خپلو عادي درسونو پيل کړي دي.

د سه چوان ولايت د ښوونيزو چارو ادارې د بېلا بېلو ښوونځيو ښوونکو او زده کوونکو ته اجازه هم ورکړې چې په وار سره په منظم ډول عادي درسونه پيل شي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای