CRI Online

د چين طبي متخصصينو ډله پاکستان ته ورسيده، له بريتانيا سره د مرستې لپاره د چين د شان دونګ له ولايت څخه طبي پوهانو ډلې په همدې ورځ حرکت وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-03-29 21:20:31

د چين حکومت لخوا ليږل شوې طبي متخصصينو ډله د مارچ په ۲۸ مه نېټه د ځانګړې الوتکې په وسيله اسلام اباد ته ورسيده. په دغه ډله کې د چين د شينجيانګ په اويغور کورواکې سيمه کې د تنفسي، سختو ناروغۍ، د نرسېنګ، تشخيص او چيني دوديز طب په شمول ساحو کې اته متخصصين به د پاکستان د طبي کارکوونکو او د استوګنو سيمو په ناحيو کې د ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول په چارو کې له کارکوونکو سره خپلې تجربې شريک کړي. په دې الوتکه کې له شينجيانګ څخه لس تڼه طبي توکي هم ورسره يو ځای ليږل شوي.

په همدې ورځ له بريتانيا سره د مرستې لپاره د چين د شان دونګ له ولايت څخه طبي متخصصينو ډلې حرکت وکړ چې په کې د ساري ناروغۍ د کنټرول، د چيني او لويديځ طب، د روحيات او نرسېنګ په شمول ساحو کې پنځلس تنه شامل دي. دوی په همدې ورځ سهار د اوولس اعشاريه پنځه ټنو طبي توکو په وړلو سره بريتانيا ته روان شول.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای