CRI Online

پاکستان ته د چين د مرستندويه طبي توکو څلورمه جوپه ورسيده

cri     (GMT+08:00) 2020-03-30 11:59:30

اوس مهال په پاکستان کې د نوي کورونا ويروس ناروغي په پراخېدو ده. د چين حکومت د مارچ په ۲۹مه نېټه دغه هېواد ته په څلورم ځل طبي توکي برابر کړل. دا د کورونا ويروس د ساري ناروغۍ ضد ډېر طبي توکي دي چې د چين حکومت تر دې دمه پاکستان ته برابر کړي دي.

پاکستان ته د چين د مرستندويه طبي توکو څلورمه جوپه د مارچ د ۲۹مې نېټې په سهار د پاکستان د نورخان نظامي هوايي ډګر ته ورسېده.

د پاکستان د طبي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر محمد افضل او د دغه هېواد نورو چارواکو په ياد هوايي ډګر کې د چين د مرستندويه طبي توکو هرکلی وکړ. هغه د چين حکومت له بې غرضه مرستې څخه مننه وکړه.

د پاکستان د حکومت او د پاکستان د خلکو په استازيتوب ، زه غواړم د چين له حکومت او خلکو څخه مننه وکړم چې د بحران پرمهال يې له پاکستان سره سخاوتمندانه مرستې وکړې. زه په شخصي ډول د چين له حکومت او خلکو څخه مننه کوم چې د دې بحران د له منځه وړلو لپاره زموږ ملاتړ کوي.

د پاکستان لپاره د چين لخوا د چمتو شويو طبي توکيو په څلورمه جوپه کې ۱۰ زره محافظتي کالي ، ۲۰ زره N95ماسکونه ، ۳ لکه طبي ماسکونه ، د ICU ۱۰وينټيليټرونه او ۱۰ نور وينټيليټرونه شامل دي. پاکستان د دغو طبي توکو د تر لاسه کولو لپاره چين ته پوځي الوتکه لېږلې وه.

په پاکستان کې د چين سفير ياو جينګ وويل چې په راتلونکي کې به د چين حکومت پاکستان ته د نوي کورونا ويروس د ساري ناروغۍ پر ضد لا زيات طبي توکي برابر کړي.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په منځنۍ موده کې د پاکستان له ولسمشر سره د خبرو اترو په وخت کې وويل چې چين به له پاکستان سره ډېره مرسته وکړي. د چين حکومت د دواړو هېوادونو د مشرانو له ګډې نظريې سره سم ددغو مرستو د پلانونو پلي کول پيل کړي دي. دا د چين له لوري پاکستان ته د طبي توکو څلورمه جوپه ده او په راتلونکي کې به د چين حکومت پاکستان ته نور محافظتي توکي هم چمتو کړي.

په روانه مياشت کې په پاکستان کې پر نوي کورونا ويروس د اخته شويو ناروغانو شمېر په چټکۍ سره لوړېږي او اوس په دغه هېواد کې د ناروغانو شمېر له ۱۵۰۰ څخه زيات شوی دی. له دې ناروغۍ سره د مقابلې لپاره ، د چين حکومت په جلا جلا توګه پاکستان ته طبي توکي برابر کړي او د طبي کارپوهانو ډلې ورلېږلي دي. د چين طبي کارپوهانو ډله د روانې مياشتې په ۲۹ مه نېټه اسلام آباد ته ورسېده او په ۳۰ مه نېټه يې د پاکستان د روغتيا له ملي مرکز څخه ليدنه وکړه ترڅو په دغه هېواد کې د ناروغۍ د مخنيوي اساسي حالت وڅېړي. په پاکستان کې د چين سفير ياو جينګ وويل(اواز )

پاکستان زموږ دوست ګاونډی دی . اوس په دغه هېواد کې د نوي کورونا ويروس ناروغي په پراخېدو ده. د چين دا مرسته يوازې د پاکستان لپاره نه ده ، بلکې موږ اوس د نړۍ له نورو هېوادونو سره هم دا ډول همکارۍ ترسره کوو. نړيوالې همکارۍ فعاله کول د لوی هېواد په توګه د چين مسؤليت دی.د چين او پاکستان همکارۍ د نړيوالې همکارۍ يوه نمونه او د لوی هېواد د مسؤليت د ادا کولو نمونه ده.د پاکستان حکومت ،نظامي او ملکي ادارو او خلکو د چين د همکاريو ډېره ستاينه کړې ده. په داسې سختو وختونو کې د چين مرستې د ناروغۍ په له منځه وړلو کې د دواړو هېوادونو باور پياوړی کړی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای