CRI Online

په يووالي او همکارۍ سره د ناول کرونا ويروس پر ضد د مبارزې له دوهم فرصت څخه ګټه پورته کړئ.

cri     (GMT+08:00) 2020-03-30 20:34:03

د Lancet په نوم نړيوالې مشهورې طبي مجلې په دې وروستيو کې د يوې تبصرې په خپرولو سره له ناول کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره د يووالي او همکارۍ اهميت ښودلی او پر دې يې ټینګار کړی چې نړيواله ټولنه دې په نژدې همکارۍ سره په لا کمزورو هېوادونو کې د پخوانيو تېروتنو د بيا رامنځته کېدو مخنيوی وکړي.

اوس مهال ناول کرونا ويروس د نړۍ په ګوټ ګوټ کې سخت خپرېږي. د روغتيا نړيوال سازمان د تازه شمېرو له مخې، د بېجينګ پر وخت د مارچ د ۳۰مې نېټې تر صفر بجې پورې د نړۍ په ۲۰۲ هېوادونو او سيمو کې ټول ۶۳۸۱۴۶ تنه پر دغه ويروس اخته شوي او ۳۰۱۰۵ تنه له دې امله مړه شوي دي.

په داسې سخت حالت کې هېڅ هېواد پخپله د ويروس مخنيوی نشي کولای. نړيواله ټولنه د تېر په پرتله يووالي او همکارۍ ته لا زياته ليوالتيا لري. څو ورځې دمخه د ۲۰ هېوادونو ډلې مشرانو په ځانګړې ويډيويي سرمشريزه غونډه کې د چين دولت رئيس د نړيوالې همکارۍ د پوره پياوړتيا غوښتنه وکړه او ۴ فقره ييز وړانديز يې وکړ چې په راتلونکې موده کې يې د ويروس پر ضد د نړيوالې همکارۍ لپاره قوي باور او خوځنده ځواک برابر کړی دی.

د دغې سرمشريزې غونډې له خپرې شوې اعلاميې څخه چې د چين وړانديز پکې شامل شوی، د راتلونکې مرحلې لپاره د ۲۰ هېوادونو ډلې د اړوندو همکاريو ۴ عمده ټکي څرګندېږي: د معلوماتو شريکول، د طبي توکو د برابرولو تامين، د يو لړ بيړنيو عملياتو تر سره کول، په اړوندو نړيوالو همکاريو کې د روغتيا نړيوال سازمان د رول پياوړتيا، د پيسو نړيوال سازمان، نړيوال بانک او م م په شمول د نړيوالو سازمانونو له کارونو څخه ملاتړ او له روانې ساري ناروغۍ سره د مقابلې توان د لوړولو په برخه کې له پرمختيايي او وروسته پاتې هېوادونو سره مرسته کول دي. په دغه اعلاميه کې ليکل شوی هر تدبير خپله ځانګړې موخه لري او د عملي کولو وړ دی.

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس څو ورځې دمخه تاسف څرګند کړی چې له تېرو ۲ مياشتو راهيسې زياتو هېوادونو کافي چمتوالی او تدبيرونه نه دي نيولي او د ويروس د مخنيوي او کنټرول لومړی فرصت يې له لاسه ورکړ. هغه له مختلفو هېوادونو څخه غوښتنه کړې چې په دې برخه کې دې دوهم فرصت دې بيا له لاس ور نه کړي. شکه نشته چې د ۲۰ هېوادونو ډلې په ياده سرمشريزه غونډه کې تر لاسه شوې موافقه به د نړيوالې ټولنې لخوا د دوهم فرصت د نيولو په ګټه وي. اوس د ناول کرونا ويروس پر ضد د نړيوالې مبارزې لوری ډېر روښانه شوی او مهمه خبره دا ده چې مختلفې خواوې بايد د نړيوالې همکارۍ په لار کې د ټولو خنډونو په ليرې کولو سره دغه موافقه عملي کړي.

د امريکا د جانس هوپکينس پوهنتون د څار له سيستم په ډاګه کوي چې د بېجينګ پر وخت د مارچ د ۳۰مې نېټې د مازديګر تر ۱ بجې او ۳۰ دقيقو پورې په امريکا کې څه باندې ۱۴۳۰۲۵تنه پر ناول کرونا ويروس اخته شوي او ۲۵۰۹ تنه له دې امله مړه شوي دي. خو د امريکا ځينو سياستوالو بلې خوا ته د خپلو خلکو پام د اړولو لپاره پر چين تورونه ولګول او پر نورو د خپلو ملامتيو وراچولو هڅه يې کړې. دا ډول کړنې د نړيوالې همکارۍ پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.

په حقيقت کې د ۲۰ هېوادونو ډلې په ياده اعلاميه کې وړاندې شوې نړيوالې همکارۍ آن د چين وړانديز دی او چين تل پر دغه ډول نړيوالې همکارۍ ټينګار کړی او کوي يې.

چين تل په څرګنده، شفافه او مسؤلانه توګه پر وخت د روغتيا له نړيوال سازمان او د امريکا په شمول له زياتو هېوادونو سره د ويروس د خپرېدو په اړه معلومات شريکوي، د بېلګې په توګه په لومړي وخت کې د ناول کرونا ويروس جناتيک نظم خپرول، له مختلفو خواوو سره د ويروس د مخنيوي، کنټرول او درملنې تجربې شريکول او تر خپلې وسې پورې اړوندو هېوادونو ته مرستې برابرول.

دا يوه مشهوره جمله ده چې د ساري ناروغۍ د رامنځته کېدو مخنيوی نه کېږي، خو د خپرېدو مخنيویيې کېدای شي. نړيواله ټولنه چې د ساري ناروغۍ د سخت خپرېدو په حالت کې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې پر مفکورې ښه پوه شوې، بايد په يووالي او همکارۍ سره له ناول کرونا ويروس سره په مبارزه کې ګډ برياليتوب ومومي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای