CRI Online

تبصره: چين په خپلو صادقانه اقداماتو سره د نړيوالې اقتصادي ودې ثبات ته ګټه رسولې

cri     (GMT+08:00) 2020-03-30 21:17:33

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۲۹ مې نېټې په ماسپښين د چين په جنوب ختيځ کې د جه جيانګ ولايت د نينګ بو ښار د جو شان بندر څخه ليدنه وکړه. په ۲۰۱۹ کال کې د دغه بندر له لارې يو مليارډ ۱۲۰ ميليونه ټنه صادرات او واردات ترسره شول چې دا اندازه په پرله پسې کلونو کې په نړۍ کې تر ټولو زياته وه. دوه ورځې وړاندې شي جين پينګ د شلو هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې وړانديز وکړ چې بېلابېل هېوادونه دې د نړيوال صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونه تامين کړي.

په داسې حال کې چې په نړۍ کې د ناول کرونا ويروس په چټکۍ سره خپور شوی، چين نړۍ ته څرګند پيغام ورکړی چې نړيوال صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونه بايد په ګډه وساتل شي.

بندرونه د اقتصادي ودې وضعيت انعکاسوي او د نړيوال صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونو د ساتلو او ثابتولو په برخه کې مهم رول لوبوي. په چين کې له ۹۰٪ ډېرو نړيوالو تجارتي توکو صادرات او واردات د بندرونو له لارې کيږي او وارديږي. د نړۍ له ۱۰ مهمو بندرونو څخه ۷ بندرونه د چين دي. له جو شان بندر څخه چې شي جين پينګ ترې تازه ليدنه کړې، د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې ۱۶۳ ميليونه ټنه مالونه صادر او وارد شول چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې له ۹۸٪ ډېره برخه نيسيي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د مارچ په ۲۷ مه نېټه په يوه غوڼده کې په هېواد کې د اقتصادي او توليدي چارو د بيا پيل په اړه د تفصلي کارونو سپارښتنه وکړه او پر دې سربيره يې ټينګار وکړ چې نړيوالې اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ بايد لاپياوړې شي، د نړيوالې باربرۍ په برخه کې بايد د اکمالاتي ځنځير د سيستم جوړول چټک شي او د نړيوال باربري دهليزونه جوړ شي.

له يوې مودې راهيسې په نړۍ کې د ناول کرونا ويروس خپرېدا پر نړیوال پولي بازار، صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونو او د خلکو پر ژوند او توليدي چارو ډېرې اغېزې کړې دي. د امريکا د اسهامو په بازار کې په دوو اوونيو کې څلور ځلې تر ډېرې ټيټوالی راغلی چې دا په تاريخ کې ساری نه لري. په ځينو هېوادونو کې د فابريکو چارې په ټپه ولاړې دي، دوکانونه تړل شوي، بربارۍ چارې ورو شوې او د خلکو ژوند له خطر سره او اقتصادي وده د شا تګ له ننګونې سره مخ شوې ده.

د اکمالاتي ځنځير په برخه کې ډېرو هېوادونو هوايي دهليزونه بند کړي چې له امله يې د باربرۍ نړيواله شبکه کمزورې او د هوايي باربرۍ ځنځير شلېدلی. په داسې حال کې چين لاهم د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره د طبي موادو د نړيوال اکمالاتي ځنځير په ساتلو کې مثبت رول لوبولی دی. د چین د ملکي هوايي چلند ادارې د مارچ تر ۲۶ مې نېټې پورې نورو هېوادونو ته د څه باندې ۴۰۰ ټنو طبي توکو د ليږدولو لپاره ۲۳ الوتنې ترسره کړې.

د شلو هېوادونو ډلې په سرمشريزه کې د چين دولت رئيس شي جين پينګ دا روښانه کړې چې چين به نړيوال بازار ته د درملونو د اومو موادو ، د ژوند د اړينو توکو او د ويروس د مخنيوي لپاره موادو عرضه پياوړې کړي او پدې سره به د خلکو د ژوند بنسټيزې اړتياوې پوره شي.

پدې وروستيو ورځو کې چين لاوس، پاکستان او بريتانيې ته طبي مرستندويه ډلې او طبي مواد ليږدلي دي. د فرانسې روغتيا وزارت چين ته ۱ ميليارډ ماسکونو جوړولو فرمايش ورکړي، برسيره پردې دواړه هېوادونه به هوايي دهليز پرانيزي او په راتلونکي کې به په هره اوونۍ کې څلور پروازونه ترسره شي څو نوموړي ماسکونه فرانسې ته وسپارل شي.

د روغتيا نړيوال سازمان تازه شمېره ښيي چې د بېجينګ پر وخت د مارچ د ۳۰ مې نېټې تر صفر بجو پورې په نړۍ کې ۶۳۸۱۴۶ کسان پر ناول کرونا ويروس اخته شوي او ۳۰۱۰۵ تنه مړه شوي دي. تراوسه ناول کرونا ويروس ۲۰۲ هېوادونو ته سرايت کړی دی. وړاندوينه کيږي چې پر نړيوال پولي نظم او اقتصاد د ويروس د خپرېدو اغېزه دوام ولري.

د شلو هېوادونو ډلې مشرانو له غونډې وروسته د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره ژمنه وکړه چې په ټول توان به له هرې ممکنې وسيلې څخه په کار اخيستلو پر اقتصاد او ټولنې د ويروس اغېزې د کمولو او نړيوال اقتصادي پرمختګ د اعادې لپاره هڅې وکړي او سوداګريز او پانګيز چاپيريال او د بازار پرانيستنه به وساتي.

د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس د شلو هېوادونو ډلې مشرانو ته په پيغام کې ويلي چې اوسمهال موږ یو د بل رټلو ته نه ، بلکې يووالي ته اړتيا لرو. د انسانانو د ګډو ښېګنو لپاره په کار دي چې نړيواله ټولنه خپلمنځي همکارۍ لااغېزمنې او نږدې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای