CRI Online

د ځينو لويديځو هېوادونو سياستوال تل د چين د ښه نيت د بدنامولو هڅه کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-31 21:07:53

په لويديځو هېوادونو کې ځيني سياستوال تل د چين د ښه نيت د بدنامولو هڅه کړې. په دې وروستيو ورځو کې چين په پر له پسې توګه نورو هېوادونو ته طبي توکي ليږدولي دي. خو دوی په دې اړه ناسمې څرګندونې وکړې او ويې ويل چې چين غواړي له نورو هېوادونو سره د مرستو له لارې پر نورو خپلې اغيزې زياتې کړې.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د مارچ په دېرشمه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې دا پوښتنه وکړه چې ايا دوی غواړي چې چين په دې ستونزمن حال کې لاس زنې کښېني او له نورو هېوادونو سره مرستې ونه کړي ؟ وياندې هوا چون اينګ د خپلو نورو همکارانو په شان دغه نظر تائيد کړی چې د چين ملت د نورو هېوادونو مرستې نه هېروي او په مقابل کې يې دوی هم مرستې کوي.

حقيقت دا دی چې چين هېڅکله دا نه هيروي چې نړيوالې ټولنې په ستونزمن وخت کې له چين سره مرستې او ور څخه يې ملاتړ کړی دی. د چين خبري رسنيو په دې اړه ډېر راپورټاژونه هم ور کړل ، خو چين هېڅکله د بهرنيو هېوادونو او اړوندو ارګانونو مرستو ته سياسي رنګ نه دی ور کړی.

اوس مهال د ناول کرونا ويروس د نړۍ په ډېرو ځايونو کې د چټکې خپرېدو په حال کې دی او په څه باندې دوو سوو هېوادونو کې د ناول کرونا ويروس مثبتې پېښې رامنځته شوې او په دې ويرس د اخته کسانو شمېر له اوو لکو څخه اوښتی چې په دې جمله کې په امريکا او ايټاليا کې په دې ويروس د اخته کسانو شمېر له يو لک څخه زيات شوی دی . د شلو هېوادونو ډلې مشرانو د ناول کرونا ويروس د مخنيوي او کنټرول په هکله ځانګړې ويډيويي غونډه کې پر دې ټينګار وکړ چې د ناول کرونا ويروس مخنيوی او کنټرول نړيوالو اقداماتو، يووالي او نړيوالې همکارۍ ته اړتيا لري.

په کليدي وخت کې چين د خپل توان په اندازه له نورو هېوادونو سره مرستې کړې او کوي يې او چيني تصديو يوه دقيقه وخت نه دی ضايع کړی او طبي توکي يې توليد کړی دی . د کاناډا د ګلوبل ميل په نوم ورځپاڼې ليکلي چې چين په بې ساري سرعت د نړۍ لپاره د اړتيا وړ طبي توکي توليد کړي چې ور څخه د يو لوی مسؤلانه هېواد په توګه د چين مسؤليت او د چينايانو مهربانۍ ښکاري.

د چين مهربانۍ د نورو هېوادونو له خوا ستايل کيږي. د چک ولسمشر ويلي چې چين يوازنی هېواد دی چې چک ته يې د طبي توکو مرستې برابرې کړې دي. د اروپايي ټولنې رئيسې اوندرلېن هم له چين څخه مننه څرګنده کړه چې د ناول کرونا ويروس د سږي ناروغې سره په مبارزه کې يې له اروپايي ټولنې څخه ملاتړ وکړ.

خو د ځينو لويديځو هېوادونو سياستوالو او خبري رسنيو تل د چين ضد څرګندونې کوي او د چين بشري مرستې بدناموي او پر چين باندې يې تور لګوي.

رښتيا ده چې له نورو هېوادونو سره د چين د مرستو موخه ډېره ساده ده او د خپلو هڅو له لارې د لازياتو وګړو د ژوند ژغورل غواړي. ځکه چې د ناول کرونا ويروس پر وړاندې هېڅ کوم هېواد په يوازې ځان مقابله نشي کيدای او هر هېواد د نورو هېوادونو مرستې ته اړ دی. نو هيله ده چې د لويديځو هېوادونو ځيني سياستوال بد نيت له پامه وغوړځوي او د چين مرستې بدنامه نه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای