CRI Online

په چين کې د کارونو او توليدي چارو بيا پيل د نړيوال اقتصاد په هڅولو کې ګټور دی

cri     (GMT+08:00) 2020-04-01 13:38:39

د روغتيا نړيوال سازمان د تازه شمېرنې له مخې، د نړۍ په څه باندې ۲۰۰ هېوادونو او سيمو کې تر ۷۰۰ زرو تنو يات کسان د نوي کورونا ويروس پر ساري ناروغۍ اخته شوي او تر ۳۳ زرو تنو زيات مړه شوي دي. دغې ناروغۍ پر نړيوال اقتصاد سختې اغېزې کړي او له امله يې نړيوال پولي صندوق اټکل وکړ چې د ۲۰۲۰ کال د نړيوال اقتصادي پرمختګ انډول به د ۲۰۱۹ کال د ٪۲.۹ په پرتله ټيټ شي. د م م سرمنشي انټونيو ګوتريس وويل، نړيواله اقتصادي پرزيدا خامخا رامنځته کيږي او ښايي بې ساري پيمانې ته ورسيږي. چين په ياد وضعيت کې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د مفکورې په اساس په خپل هېواد کې د دغې ناروغۍ پر وقايې او کنترول د ټينګار تر څنګ د کارونو او توليدي چارو د بيا پيل لپاره ډېر کوښښونه کړي او کوي يې چې له امله يې د پرځيدلي نړيوال اقتصاد د بيا فعاليدو لپاره يې مثت رول لوبولی دی.

اوسمهال په چين کې يو لړ اړوندې تګلارې ګام په ګام د عملي کېدو په حال کې دي او اغېزې يې رامنځته شوي او د دې هېواد په زياتو ځايونو کې د ژوند او توليدي چارو د اعاده کېدو سرعت چټک شوی دی. د چين د سوداګرۍ وزارت د نړيوالو بازارونو څېړنيز انستيتيوت مرستيال مشر بای مينګ وويل، چې چين يو لوی توليدوونکی هېواد دی، د دغه هېوادو د کارونو او توليدي چارو د بيا پيل له لارې د فعاليتونو سمسورول په اقتصادي پرمختګ کې خوځښت راسوتلی شي. چين د نړۍ د صنعتي ځنځير او د عرضې ځنځير يوه مهمه برخه ده چې د دغو ځنځيرونو د نښلولو رول لري. چين د زياتو نړيوالو موټر توليدوونکو تصديو لپاره د پرزو برابروونکی دی او له بلې خوا د نورو هېوادونو semiconductor chipته اړتيا لري. په چين کې د کارونو او توليدي چارو د اعاده کېدو له امله د نړيوال صنعتي ځنځير په نورو پرتو هېوادونو او سيمو کې د کارونو او اقتصادي پرمختګ فرصتونه برابروي.

ښاغلي بای مينګ وويل، د روان کال په فبرورۍ کې د چين د توليدي صنايعو د پيرودونکو منيجرانو شاخص يعنې PMI ٪ ۳۵.۷ ته راټيټ شوی چې دا په تاريخ کې تر ټولو ټيټ ټکی دی، خو دا شمېر په مارچ کې ٪۵۲ ته پورته شوی چې د تېرې مياشتې په پرتله شپاړس اعشاريه درې سلنه لوړ شوی او په بازارونو کې د تقاضا او عرضې وضعيت ښه شوی دی. په مارچ کې د PMI چټک لوړوالی ښيي چې اوسمهال په چين کې د زياتره تصديو د کار او توليد د بيا پيل چارې په منظمه توګه روانې دي او د توليد او کار و بار حالت يې ښه شوی دی.

د چين د تګلارو څېړنيز انستيتيوت د اقتصادي تګلارو کمېټې مرستيال مشر شو هونګ څای وويل، چې اوس په چين کې د نوي کورونا ويروس ساري ناروغۍ د وقايې او کنترول په کارونو کې مرحله ييز برياليتوبونه تر لاسه شوي او د عرضې ځنځير او صنعتي ځنځير د اعاده کېدو په حال کې دی، خو له بلې خوا په بهرنيو هېوادونو او سيمو کې د دې ناروغۍ وضعيت سختيږي. چين بايد د دغې ناروغۍ د وقايې او کنترول او د توليدي چارو د اعاده کولو پر بنسټ د کورنيو اړتياوو د زياتولو لپاره هڅې وکړي، څو د کمزورو بهرنيو اړتياوو تاوانونه تلافي کړي.د تصديو شکل بايد اصلاح او صادرات يې بايد زيات شي او د نويو بهرنيو بازارونو د پراخوالي لپاره بايد هلې ځلې وشي، څو د دوهم پړاو د منفي اغېزو له رامنځته کېدو څخه ډډه وشي.

د چين د جونګيوان بانک لومړی اقتصاد پوه وانګ جون وويل، چې چين د نړۍ د تر ټولو لوی توليدوونکي هېواد په توګه د عرضې په نړيوال ځنځير کې نه بدلېدونکی رول لري، نو په چين کې د کارونو او توليدي چارو بيا پيل پر نړۍ اغېز کوي او د چين د عرضې ځنځير اعاده کېدل د عرضې د نړيوال ځنځير د ثبات لپاره مهم ارزښت لري.

د مارچ په ۲۷ مه نېټه، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو په يوه غونډه کې پر دې ټينګار وشو چې نړيوالې اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ بايد پياوړې او د مالونو د ليږد راليږد نړيوال سيستم بشپړ شي او سالم نړيوال ټرانسپورت بايد تامين شي. د مارچ په ۲۸ مه نېټه د چين او اروپا ترمنځ باروړونکی اورګاډی له وو هان څخه جرمني وخوځېد چې دا په ووهان ښار کې د نوي کورونا ويروس ناروغۍ له رامنځته کېدو وروسته د دغې کرښې لومړی اورګاډی و. دا په وو هان ښار کې د چين او اروپا ترمنځ د باروړونکو اورګاډو د تګ راتګ د اعاده کېدو نښه او د مالونو د نړيوال ټرانسپورتي سيستم د تګ راتګ لپاره ګټوره ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای