CRI Online

د بانون غلطې خبرې دې د سياسي ويروس په شان له منځه يووړل شي.

cri     (GMT+08:00) 2020-04-01 17:46:55

اوس مهال د ناول کرونا ويروس په اثر د سږي ناروغي په ټوله نړۍ کې چټک خپرېږي او پر وړاندې يې پر نړيوال يووالي او همکارۍ موافقه شوې. څو ورځې دمخه د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ د چين د دولت له رئيس شي جين پينګ سره د تليفوني خبرو په وخت کې څرګنده کړه چې هغه به پخپله د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ستونزو د ليرې کولو اقدام وکړي څو په يووالي سره د ويروس پر ضد د ګډې همکارۍ زمينه برابره شي. خو د امريکا په دننه کې لا هم ځينې کسان د چين او امريکا ترمنځ د دوښمنۍ جوړولو اوازونه پورته کوي او د دواړو هېوادونو خپلمنځي همکارۍ خرابوي.

د امريکا د ښې لاسي پوپليست سټېفن بانون په دې وروستيو کې د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په يو رپوټ کې په دې اعتراف وکړ چې امريکا له چين پرته زيات کارونه نشي تر سره کولای، امريکا او چين اوس د رسنيو او اقتصاد د تيزې جګړې په حال کې دي او د چين کمونېست ګوند او حکومت يې د نړۍ ګواښ وباله.

دا د ساري نارروغۍ پر ضد د چين او امريکا د ګډې مبارزې په کليدي وخت کې د امريکا د ځينو بد نيت لرونکو لخوا خپور شوی بل ډول سياسي ویروس دی. دوی په بېلا بېلو پلمو سره کله کله پر چين تورونه لګوي، د چين او امريکا ترمنځ د دښمنۍ جوړولو کوښښونه کوي، غواړي چې په نړيواله ټولنه کې چين ګوښی شي او له دې لارې په خپل هېواد کې د ولسي خلکو له سترګو څخه د ويروس منفي واقعيتونه پټ کړي. له دې جملې څخه يو هم د سپينې ماڼۍ د عالي ستراتيژۍ پخوانی سلاکار سټېفن بانون دی. هغه مخکې ويلي چې چين د امريکا تر ټولو لوی دښمن ګرځېدلی دی او د چين پر ضد دې تر پايه اقتصادي جنګ تر سره شي. بانون له خپلې دندې څخه تر ګوښه کېدو وروسته ځان ته د زياتې پاملرنې د راجلبولو په موخه په هر ډول موقع کې د چين د ګواښولو په اړه خپلې نظريې خپرې کړې دي.

هغه په يو راډيويي پروګرام کې له يو خبريال سره په ګډه داسې ګنکوسې جوړې کړې چې ناول کرونا ويروس د چين لخوا جوړه شوې کمياوي وسله ده. له نيويارک ټايمز سره د مرکې په ترڅ کې يې بيا د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي او رسانه يي جنګ ته مخه کړه او د ځان ليونتوب يې ثابت کړ.

امريکا اوس د ناول کرونا ويروس ټر ټولو زيات ناروغان لري او امريکايان اوس له دې امله ډېر ځپل شوي دي. هغه نه پوهېږي چې د ده هېواد اوس بهرنۍ مرستې ته اړتيا لري او کنه؟ په دغسي کليدي وخت کې هغه د چين پر ضد لار کې پخپل سر ګامونه پورته کوي او د سړې جګړې مفکورې تبليغوي چې موخه يې د امريکا د ځينو سياسي ډلو خوشحالول او د خپل ځان لپاره لا زياته سياسي لابي کول دي. خو هغه د اوسنۍ امريکايي ټولنې لپاره ډېر خطرناک او يو لېوانی دی.

د امريکا د فدرالي حکومت د ساري ناروغۍ پر ضد د مبارزې مشر کارپوه ښاغلي انتونيو فوسي څو ورځې مخکې د دې وړاندوينه کړې چې په امريکا کې به ټولټال له ۱ نه تر ۲ لکه تنه د ناول کرونا ويروس له امله مړ شي او په ټول هېواد کې ممکن څو مليونه تنه پرې اخته شي. نو ځکه زياتو امريکايي سياسي شخصيتونو له چين سره د لا زياتو همکاريو غوښتنه وکړه. امريکا له چين پرته د طبي توکو اخيستل، د ويروس پر ضد ګډه علمي څېړنه او د ويروس د مخنيوي او کنټرول تجربو شراکت نشي کولای. په دې وروستيو کې د چين له شانګهای څخه له طبي توکو يوه ډکه الوتکه نيويارک ته رسېدلی او ښايي په نژدې راتلونکې کې لا زياتې الوتکې له چين نه د بې شمېره طبي توکو په وړلو سره امريکا ته ورسېږي. چين چې په خپلو واقعي عملياتو سره د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ شوې موافقه پلې کوي، نه يوازې غواړي چې په امريکا کې د دغې ساري ناروغې خپرېدل ژر ختم شي، بلکې د چينايانو او امريکايانو ترمنځ د دوستۍ د پياوړتيا په موخه دی.

د سټېفن بانون په څېر د ځينو امريکايانو لېوانۍ خبرې د ويروس پر ضد د چين او امريکا ترمنځ ګډې مبارزې ته خنډونه جوړوي چې د امريکا د ولسمشر په وينا دې ليرې شي. که دغسې خبرې او نظريې لا هم دوام ولري، نه يوازې به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړوندې همکارۍ منفي اغېزې وکړي، بلکې به ذات البيني اړيکو ته ناثبات راوړي او د امريکا ګټې ته زيانونه ورسوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای