CRI Online

امريکا د چين KN95 ماسکو ته اجازه نه ورکوي چې دغه هېواد ته ننوزي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-02 10:25:51

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون يينګ د اپريل په لومړۍ نېټه وويل، په بېلابېلو هېوادونو او سيمو کې د ويروس د وقايې د توکو معيارونه توپير لري، خو د ويروس د وقايوي توکو پر همکاريو بايد محدوديت ونه لګول شي.

د مالوماتو له مخې، په چين کېKN95 ماسک د N95 ماسک پر ځای جوړ شوي، خو د امريکا د خواړو او درملو اداره(FDA) يادو ماسکونو ته اجازه نه ورکوي چې دغه هېواد ته ننوزي. هوا چون يينګ په همدې ورځ په مطبوعاتي غونډه کې په دې اړه وويل، په اوسني حالت کې بېلابېل هېوادونه ماسکونو ته ډېره اړتيا لري او په چين کې هم ورته ډېره اړتيا ده. اوس چيني تصدي تر خپلې اندازې پورې ماسکونه توليدوي، او د خپل هېواد او نړۍ لپاره د ويروس د وقايې په برخه کې خدمت کوي. رښتيا ده چې په بېلابېلو هېوادونو او سيمو کې د ويروس د وقايې د توکو معيارونه بېلابېل دي، خو د ويروس د وقايوي توکو پر همکاريو بايد محدوديت ونه لګول شي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای