CRI Online

له جه جيانګ ولايت څخه د رئيس شي جين پينګ ليدنه د چين اقتصاد بيااحيا هڅوي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-02 11:53:09
له جه جيانګ ولايت څخه د رئيس شي جين پينګ ليدنه د چين اقتصاد بيااحيا هڅوي

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د تېر مارچ له ۲۹مې نېټې څخه د اپريل تر لومړۍ نېټې پورې له جه جيانګ ولايت څخه ليدنه وکړه. د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو په يوه غونډه کې چې د مارچ په ۲۷مه نېټه ترسره شوه، پر دې ټينګار وشو چې بايد د ناول کورونا ويروس ساري ناروغۍ د کنټرول او مخنيوي په عين وخت کې توليدي چارې ژر تر ژره بيا پيل شي. جه جيانګ ولايت کې شخصي اقتصاد ډېر فعال دی، د څېړوونکو په اند، له دې ولايت څخه د رئيس شي جين پينګ له ليدنې څخه دا نښه څرګنده شوې چې چين د يادې ناروغۍ د وقايې او کنټرول په عين وخت کې د صنعتي او توليدي چارو بيا احيا هڅوي.

رئیس شي جين پينګ لومړی د جه جيانګ ولايت د نينګ بو ښار جو شان بندر ته لاړ. تېر کال د دې بندر له لارې د توکو د ليږد راليږد اندازه يو ميليارډ ۱۲۰ ميليونه ټنو ته رسېدلې او په تېرو مسلسو ۱۱ کلونو کې يې په نړۍ کې لومړی مقام نيولی دی.

د مالوماتو له مخې، د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې د دې بندر له لارې د توکو د ليږد راليږد اندازه ۱۶۳ ميليونه ټنو ته رسېدلې او دغه شمېر د تېر کال د همدې وخت د اندازې ۹۸ سلنه نيولې ده. بندرونه د اقتصادي پرمختګ نښې نښانې ښيي. د چين له ۹۰ سلنې زيات صادرات د بندرونو له لارې ترسره کېږي.

د شي جين پينګ دوهم تمځای د نينګ بو ښار د بې لون ناحيې يو صنعتي پارک و کوم چې ډېر منځني او کوچني شخصي شرکتونه لري. ويل کېږي چې دغه دوه ځايونه د چين د پرانيستي اقتصاد نمونې دي. شين جين پينګ په دې صنعتي پارک کې د جن جه په نوم د ماشيني موډل له شرکت څخه ليدنه وکړه. دغه شرکت د تېرې فبرورۍ په ۱۱مه نېټه د توليدي چارو د بيا پيل ځواب تر لاسه کړ او د همدې مياشتې په ۱۷مه نېټه يې توليدي توان ۸۰ سلنه اعاده شوی او اوس يې توليدي چارې عادي روانې دي. دا د چين حکومت د يو لړ اغېزمنو تګلارو نتيجه ده.

رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۶مه نېټه د G20 په ځانګړې سرمشريزه غونډه کې غوښتنه وکړه چې بايد په ګرده نړۍ کې توليدي او عرضي ځنځيرونه ثابت وساتل شي. د مارچ په ۲۷مه نېټه هغه په يوه غونډه کې دې ته ګوته ونيوه چې بايد د توکو د ليږد راليږد نړيوال سيستم جوړونه چټکه شي. بيا وروسته هغه له جو شان بندر څخه د ليدنې په وخت کې پر دې ټينګار وکړ چې بايد د چين د توکو صادرات او واردات وهڅول شي. رئيس شي تل د توليدي چارو د نړيوال ځنځير ثبات ساتلو ته ډېره پاملرنې کړې او کوي يې، دا د يو مسئولانه رويه لرونکی لوی هېواد د مشر دنده ده او هم د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره رښتينی عمل دی.

شي جين پينګ له جه جيانګ ولايت څخه د ليدنې پر مهال دا ومنله چې د ناول کورونا ويروس سره د مقابلې په بهیر کې بېلا بېلې صنعتي چارې او تصدۍ زيامن شوې دي. د چين حکومت د کوچنيو او منځنيو شخصي شرکتونو پر وړاندې د ستونزو د ليرې کېدو لپاره يو لړ اغېزمنې تګلارې غوره کړي او دغه تګلارې به له حالاتو سره پر وخت تنظيم شي. د رئيس شي جين پينګ دغې وينا کوچنيو او منځنيو شخصي تصديو ته باور ورکړ. په چين کې دغو شخصي تصديو د هېواد د مالياتو ۵۰ سلنه، د کورنيو توليداتو ارزښت ۶۰ سلنه، د تکنالوژۍ نوښتي چارو ۷۰ سلنه، په ښارونو او ولسواليو کې ۸۰ سلنه کاري فرصتونه برابر او جوړ کړي دي. ويل کېږي چې دغه تصدۍ د چين اقتصاد د ثبات ساتلو بنسټ دی. شي جين پينګ د خپلې ليدنې په وخت کې د ناول کورونا ويروس د ساري ناروغۍ د کنټرول حالت تاييد کړ او د دې ناروغۍ د وقايې او کنټرول او د ټولنيزو او اقتصادي کارونو د بيا پيل په اړه يې اړوند کاري ترتيبات هم ترسره کړل.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای