CRI Online

چيني کارپوهانو د پاکستان له طبي کارکوونکو سره د نوي کورونا ويروس ساري ناروغۍ د وقايې او کنترول په اړه معلومات شريک کړل

cri     (GMT+08:00) 2020-04-02 12:08:34

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په پاکستان کې د چيني طبي کارپوهانو ډلې د اپريل په لومړۍ نېټه د دغه هېواد د راولپنډۍ ښار په امير پوځي روغتون کې له پاکستاني طبي کارکوونکو سره د معلوماتو او نظريو تبادلې وکړې او دوی ته يې دا مفکوره ورکړه چې وقايې ته لومړی اهميت ورکړي.

د چيني طبي کارپوهانو ډلې په همدې ورځ له پاکستاني طبي کارکوونکو سره د نوي کورونا ويروس د ساري ناروغۍ د تشخيص، د شکمنو پېښو د قرنطين او د سختو ناروغانو د ژغورنې او تداوۍ په اړه بحثونه وکړل. چيني کارپوهانو د خپلو تجربو له مخې پاکستاني ډکټرانو ته د تشخيص او درملنې پلان د اصلاح وړانديز وکړ.

د پاکستان د روغتيا وزارت د اپريل په لومړۍ نېټه خبر ورکړ چې په دغه هېواد کې د نوي کورونا ويروس ساري ناروغۍ ۲۰۳۹ پېښې تشخيص او پکې ۲۶ تنه مړه شوي او د ۸۲ تنو درملنه شوې او له روغتونونو څخه رخصت شوي دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای