د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د اپريل په لومړۍ نېټه د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوګان سره په تلېفوني خبرو کې د سوريې مسئلې په اړه بحث کړی دی.
د روسيې د ولسمشرۍ ويبپاڼې د اپريل په لومړۍ نېټه يوه اعلاميه خپره کړه او پکې ويل شوي چې دغه تلېفوني خبرې د ترکيې په غوښتنې وشوې. د دواړو هېوادونو ولسمشرانو د مارچ له پنځمې نېټې راهيسې د سوريې د حالاتو او د سوريې د ادليب ايالت په اړه د لاسليک شوي اوربند د عملي کېدو په اړه د نظريو تبادلې وکړې، او د ليبيا مسئلې په اړه يې هم بحث وکړ.
د دې اعلاميې له مخې، دواړو ولسمشرانو د روسيې او ترکيې ترمنځ د اړيکو د پرمختګ په اړه په تيره بيا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو همکاريو د پياوړتيا په اړه هم خبرې کړي او هيله يې ښودلې چې په بېلا بېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |