CRI Online

د زياتو هېوادونو علمي څېړوونکو د نوي کورونا ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې د چين تدبيرونه وستايل

cri     (GMT+08:00) 2020-04-02 12:15:58

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د اپريل په ۲مه نېټه وويل، دا د روغتيا نړيوال سازمان او د زياتو هېوادونو د مشرانو او کارپوهانو ګډه نظريه ده چې چين د نوي کورونا ويروس ساري ناروغۍ پر وړاندې ډېر زړ ور، هوښيار او فعال تدبيرونه نيولي او د دغې ناروغۍ د چټک خپرېدو خطرناک جريان يې بدل کړی او د سلګونو زرو پېښو د رامنځته کېدو مخه يې نيولې ده. چين غواړي د دغې ناروغۍ د وقايې او کنترول په برخه کې نړيوالو همکاريو ته دوام ورکړي او د سيمه ييزې او نړيوالې روغتيا او طبي امنيت د ساتلو لپاره تر وسې پورې کوښښونه وکړي.

((د ساينس )) مجلې په دې وروسيو کې يو څېړنيز راپور خپور کړی چې د ۳ تنو امريکايي، بريتانوي او چيني علمي څېړوونکو له خوا بشپړ شوی دی. د دې راپور يو ليکوال او د بريتانيا د کمبرېج پوهنتون څېړوونکی دې ته اشاره کړي چې که د چين حکومت د نوي کورونا ويروس پر وړاندې وو هان ښار ته پر سفر بنديز نه وای لګولي او په ټول هېواد کې يې بېړني تدبيرونه نه وای نيولي، نود فبرورۍ تر ۱۹مې نېټې پورې به له وو هان پرته په نورو سيمو کې د دغې ناروغۍ د پېښو شمېر تر ۷۰۰ زرو اوښتی وای. په دې راپور کې ويل شوي چې د چين اغېزمنو تدبيرونو د ويروس د خپرېدو ځنځير مات کړی، د سرچينو او د هغو کسانو ترمنځ د تماس مخه يې نيولې چې پر دغې ناروغۍ د اخته کېدو امکان يې ډېر دی، او نورو ښارونو ته يې ډېر وخت ورکړی دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای