CRI Online

له جه جيانګ ولايت څخه د شي جين پينګ له ليدنې کتنې څخه ښکاري چې چين به پر شنې پرمختيايي لارې ټينګار وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2020-04-02 15:55:22

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۳۰مه نېټه د جه جيانګ ولايت ان جي ولسوالۍ يو څون کلي ته لاړ او هلته يې له ځايي خلکو سره د خبرو په ترڅ کې وويل: وخت ډېر چټک تېرېږي. د هغه کال حالت لا هم زما په ياد دی. د يو څون کلي له لاسته راوړنو څخه څرګندېږي چې شين پرمختګ ډېر سم انتخاب دی.

شي جين پينګ په ډېره خاصه موقع جه جيانګ ولایت ته لاړ چې چين له يوې خوا د ناول کرونا ويروس د مخنيوي او کنټرول حالت د دوامدار ښه والي لپاره کوښښونه کوي، له بلې خوا د اقتصادي او صنعتي چارو عادي کېدل چټکوي چې د روان کال د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ټاکلي موخې ته ورسېږي او په هراړخيزه توګه د شتمنې ټولنې ابادي پوره شي. معنی يې دا ده چې نه يوازې د اقتصادي پرمختګ، بلکې د چاپېريال ساتل هم په يو لړ مهمو موخو کې شاملېږي.

يو څون کلی چې شي جين پينګ ور څخه ليدنه کړې، په چين کې د چاپېريال د اغېزمنې ساتنې يوه ښه نمونه ده. د نوموړي په خبرو کې ياد شوی د هغه کال حالت يعنې ۱۵ کاله دمخه د دغه کلي اوسېدونکي د کانونو په زيات استخراج او د سيمنت فابريکې په جوړولو سره شتمن شول، خو په عين وخت کې چاپېريال هم سخت ککړ شو. له ۲۰۰۳ کال نه تر ۲۰۰۵ کال پورې په يو څون کلي کې د کانونو استخراج او د سيمنت فابريکه بنده او د نيالګيو کرل او د چاپرېيال ساتنې چارې پيل شوې. شي جين پينګ د ۲۰۰۵ کال د اګست په ۱۵مه نېټه جه جيانګ ولايت ته په داسې حال کې سفر وکړ چې هغه مهال د چين د کمونېست ګوند د محلي کمېټې منشي و، يو څون کلي ته تللی، د دغه کلي د يادو کړونو ستاينه يې وکړه او په لومړي ځل يې هغه پرمختيايي مفکوره وړاندې کړه کوم چې " پاکې اوبه او شين غرونه شتمني ده. "

تر ۱۵ کاله وروسته يو څون کلی د چاپېريال په ساتلو سره ډېرې اقتصادي لاسته راوړنې موندلې دي. په ۲۰۱۹ کال کې د دغه کلي عمومي اقتصادي عايدات ۲۷۹.۶ مليونو يوانو ته رسېدلي او د هر کليوال پر سر منځني عايدات ۴۹۵۹۸ يوانه دي. هماغه ډول چې شي جين پينګ د دغه ځل کتنې په ترڅ کې ځايي کليوالو ته ويلي چې اقتصادي چارو ته دې د چاپېريال په بيه پرمختګ ور نه کړي. که چاپېريال ښه وساتئ، نو چاپېريال به تاسو ته ګټې هم ورسوي.

په چين کې د يو څون کلي په شان د چاپېريال ساتلو ښې بېلګې ډېرې دي. شي جين پينګ د مارچ په ۳۱مه نېټه د هانګ جو ښار د شي شي په نوم د لمدو ځمکو له دولتي پارک څخه ليدنه وکړه. دا په چين کې د لمندو ځمکو لومړی دولتي پارک دی چې د مهمو لمدو ځمکو په نړيوال ليست کې شامل دي. خو دوه لسيزې دمخه دلته چاپېريال ډېر خراب شوی و. په ۲۰۰۵ کال کې دغه پارک په رسمي توګه د عامو خلکو پر مخ پرانيستل شو او له تېرو۱۵ کلونو راهيسې دغه پارک د هانګ جو ښار پر چاپېريال ښه اغېزه کړې، بلکې شاوخوا سيمې ته يې زياتې اقتصادي او ټولنيزې ګټې رسولې دي.

اوس مهال د ناول کرونا ويروس په اثر د سږي ناروغي د نړۍ په ګوټ ګوټ کې چټکۍ سره خپرېږي او نړيوال اقتصادي حالت يې له سترې ننګونې سره مخامخ کړی. چين د نړۍ د دوهم لوی اقتصاد په توګه له سترو پرمختيايي فشارونو سره هم مخ دی.

د چين کمونېست ګوند ۱۹م ملي کانګرس دې ته اشاره کړې چې په چين کې د معاصر کېدو بهير له طبيعت سره د انسانانو د تړاو ا همغږۍ په پام سره تر سره شي. موږ بايد نه يوازې لا زياتې شتمنۍ ومومو، بلکې د ولسي خلکو لپاره دې ښه چاچېريال هم وساتو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای