CRI Online

د چين وو هان کې د ژوند چارو او توليد نظم د عادي کېدو لپاره هڅې رواندې دي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-02 20:23:03

د چين د صحت او روغتيا ملي کمېسيون چارواکي ما شياو وې د مارچ په ۳۱ مه نېټه وويل چې اوس د وو هان ښار د چين په بېلابېلو ځايونو کې د ناول کرونا ويروس د خپرېدو حالت ښه شوی او نسبتا کټرول شوی دی. د اپريل له اتمې نېټې څخه به پر وو هان ښار چې په چين کې د ويروس د خپرېدو له امله تر نورو زيات ځپل شوی، وضع شوی قرنطين لغوه شي او کورني هوايي پروازونه به يې هم بيا پيل شي. اوس مهال په دغه ښار کې د ژوند او توليد نظم د چټک عادي کېدو لپاره هڅې روانې دي. د وو هان ښار د اوسپنو او فلادو شرکت په فابريکه کې ټولې توليدي چارې بيا پيل شوې دي.


د وو هان د اوسپنو او فلادو شرکت منيجر وو شياو دونګ

د دغه شرکت منيجر وو شياو دي وايي: تر اوسه پورې زموږ توليدي توان د ناول کرونا ويروس د خپرېدو مخکې سويې ته بيرته ګرځېدلی او ټول همکاران مو وو هان ښار ته ستانه شوي دي.

دغه شرکت ته د کسانو له ننوتلو وړاندې د هغوی د بند تودجه ومعلوميږي او د کارکوونکو لپاره ځانګړي موټر ټاکل شوي په ځانګړي ډول د شرکت او د کارکوونکو کورونو ترمنځ تګ راتګ کوي.

پدې وروستيو ورځو کې په وو هان ښار کې ۱۱ لوی بارکيټونه بيا پرانيستل شوې. هر مشتري کارکيټ ته د ننوتلو لپاره بايد د خپل هويت معلومت ثبت کړي او د بدن تودجه به يې وملومول شي. دغه راز د مارکيټونو په دننه کې هره ورځ څو ځلې د ميکروب ضد دوا پاشل کيږي، په مغازو کې که تجارتي توکي د مشتريانو لخوا له لمس کېدو وروسته به هم تعقيم شي.


د وو هان ښار اوسېدونکی جو وايي: ډېر خوښحاله شوم چې پر تګ تګ مې بنديز لغوه شوی، هيله من يم چې وو هان ښار لاپسې ښه شي.

د وو هان ښار اوسېدونکی جو وايي: ډېر خوښحاله شوم چې پر تګ تګ مې بنديز لغوه شوی، هيله من يم چې وو هان ښار لاپسې ښه شي. د وو هان ښاروالي تصديو ته د غلودانواو غوړو د توليد او باربرۍ په برخه کې انسانتياوې برابرې کړې پدې سره د اوسېدونکو خوراک تامين کړي. تراوسه پورې په دغه ښار کې د غلو دانو او غوړو ۴۱ تصدو خپل توليدي فعاليتونه بيا پيل کړي او هره ورځ کابو ۱۵۰۰ ټنه غلې دانې چمتو کړې دي.

د وو ښان ښار د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې چارواکې شيا چين هوی وايي، اوس په وو هان ښار کې يولک ټنه وريجې په ګدامونو کې زيرمه کيږي او دغه اندازه د ۳۸ ورځو لپاره خرڅ کيږي.


د وو هان ښار لومړی روغتون

د وو هان ښار په بېلابېلو لويو روغتونونو کې کاروبار هم د عادي کېدو په حال کې دی. د وو هان ښار په لومړي روغتون کې داسې مقررات پلی کيږي چې يوه خونه کې يوازې يو ډاکټر او يو ناروغ سره ليدلی شي. ناروغان همدارنګه د روغتون په ويبپاڼې کې له ناروغانو څخه پوښتنې کولای شي. د هو بۍ ولايت د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې شمېرنه ښيي چې د مارچ تر ۳۱ مې نېټې پورې د دغه ولايت په مرکز وو هان ښار کې د تصيدو د کاروبار د بيا پېلېدو انډول ٪85.4 ته او په ګرد هو بۍ ولايت کې دغه انډول ٪93.8 ته رسيدلی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای