CRI Online

شي جين پينګ د بلژيک له پاچا فليپ سره تليفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-04-02 20:28:10

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په دوهمه نېټه د بلژيک له پاچا فليپ سره تليفوني خبرې وکړې.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې تاسې په چين کې د ناول کرونا ويروس د خپرېدو په پيل کې د چين په اړه خواخوږي او ورڅخه ملاتړ څرګند کړی او دا د دواړو هېوادونو خلکو تر منځ نژدې دوستي څرګندوي. هغه زياته کړه چې ويروس د بشريت پر وړاندې ګډه ننګونه ده، نو نړيواله ټولنه بايد يو له بل سره په ګډه مبارزه وکړي. چين د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفکورې په رڼا کې هيله لري چې له بېلا بېلو هېوادونو سره همکارۍ پياوړی کړي. ځو ورځې مخکې مې د ناول کرونا ويروس سره د مقابلې په اړه د شلو هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې د نړيوالې همکارۍ او په نړۍ کې د اقتصادي ثبات په اړه خپل وړاندېزونه وکړل. چين غواړي له بلژيک سره د ناول کرونا ويروس د مبارزې په برخه کې همکاري وکړي تر څو د چين او بلژيک تر منځ اړيکې لا ژورې کړي.

فليپ وويل چې اوس د ناول کرونا ويروس د ساري ناروغۍ په نړۍ کې خپرې شوی. چين د دغې ناروغۍ د کنترول په لومړۍ مرحله کې بريالی شوی او د چين تجربه به د مبارزې په برخه کې نورو هېوادونو لپاره مهم رول ولوبوي. چين له بېلا بېلو هېوادونو څخه ملاتړ کړی او خدمتونه يې وړاندې کړي. بلژيک له چين څخه مننه کوي چې طبي توکي يې ورکړی دي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای