CRI Online

شي جين پينګ د اندونيزيا له ولسمشر جوکو ويدودو سره ټليفونې خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-04-02 20:33:06

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په دوهمه نېټه د اندونيزيا له ولسمشر جوکو ويدودو سره ټليفوني خبرې وکړې.

شي جين پينګ وويل چې اوس مهال اندونيزيا د دغه ويروس له سختې ننګونې سره مخ دی. چينايان ځانونه له تاسو سره په دې غم کې شريک ګڼي. چين د ويروس پر ضد د اندونيزيا له مبارزې څخه ټينګ ملاتړ کوي او غواړي چې تر خپلې وسې پورې مرستې برابرې کړي. باور لرم چې اندونيزيا به د ولسمشر تر لارښوونې لاندې د دغې ناروغۍ په مبارزه کې بريالی شي. سږ کال د چين او اندونيزيا تر منځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۷۰ کاليزې سره برابر دی. چين غواړي له اندونيزيا سره يو ځای د "يو کمربند او يوې لارې" ګډ ابادي ژوره کړي او د دواړو هېوادونو خپلمنځی د هراړخيزو همکاريو اړيکو ته وده ورکړي.

شي جين پينګ وويل چې چين د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفکورې په رڼا کې هيله لري چې له اړوندو هېوادونو سره د ويروس د مخنيوي او کنټرول ګټورې تجربې شريکې او اړوندو هېوادونو ته به تر خپلې وسې پورې مرستې برابرې کړي.

جو کو ويدودو وويل چې د رئيس شي تر لارښوونې په چين کې د ناول کرونا ويروس د مبارزې په اړه مهم لاسته راوړنې تر لاسه کړي. اندونيزيا هيله ده چې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې به لا پرمختګ وکړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای