CRI Online

چين به د ۲۰۲۰م کال د اپريل په ۴مه نېټه د نوي کورونا ويروس پر وړاندې په روانه مبارزه کې د قربانيانو او وطنوالو د مړينې د ملي ماتم مراسم تر سره کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-03 10:09:10

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين دولتي شورا د اپريل په ۳مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د ۲۰۲۰م کال د اپريل په ۴مه نېټه به د نوي کورونا ويروس پر وړاندې په روانه مبارزه کې د قربانيانو او وطنوالو د مړينې د ملي ماتم مراسم تر سره شي. په همدې وخت کې به د چين په دننه کې او په نورو هېوادونو او سيمو کې د چين په سفارتونو او کونسلځايونو کې د چين ملي بيرغ نيم ځوړند وي او د چين په قملرو کې به ټول عام تفريحي فعاليتونه وځنډول شي. د همدې ورځې له لسو بجو څخه به ټول چينايان د درېيو دقيقو چوپتيا اجرا کړي، موټرونه، اورګاډي او بيړۍ به رمباړي وواهي او د هوايي دفاع د خطر زنګونه به هم ووهل شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای