CRI Online

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بنديانو تبادله د درېيم ځل لپاره وځنډول شوه

cri     (GMT+08:00) 2020-04-03 10:11:35

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان خبري رسنيو د مارچ په ۲مه نېټه خبر ورکړ چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بنديانو تبادله د درېيم ځل لپاره وځنډول شوه.

د طلوع نيوز د خبر له مخې، د طالبانو درې کسيز هئيت د مارچ په ۳۱مه نېټه کابل ته ورسېد او ورپسې يې له افغان حکومت سره د بنديانو د تبادلې په باب درې ورځنۍ خبرې اترې وکړې، خو دواړه خواوې موافقې ته ونه رسېدلې، نو د طالبانو د بنديانو د خوشي کولو بهير وځنډول شو او ښايي په دې اړه د روانې مياشتې په ۴ نېټه به د دواړو لورو ترمنځ بيا خبرې شروع شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای