د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د پارلمان د عامو اړيکو څانګې د اپريل په ۲مه نېټه اعلان وکړ چې د دغه هېواد د پارلمان مشر علي لاريجاني د نوي کورونا ويروس پر ناروغۍ اخته شوی او په خپل کور کې د قرنطين په حال کې دی.
د معلوماتو له مخې، د فبرورۍ په ۱۹مه نېټه په دغه هېواد کې د يادې ناروغۍ لومړۍ پېښه ثبت شوه او له دې نه وروسته د دغه هېواد ګڼ شمېر عالي رتبه چارواکي پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي. د دغه هېواد د روغتيا وزارت د اپريل د ۲مې نېټې د شمېرنې له مخې، د همدې ورځې تر غرمې پورې په دغه هېواد کې ۵۰۴۶۸ تنه پر دغې ناروغۍ اخته شوي او ۳۱۶۰ تنه مړه شوي دي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |