CRI Online

ډونالډ ټرمپ د تنفس ماشينونو د توليد د چټکتيا لپاره يو ځل بيا د ملي دفاع توليد قانون وکاروه

cri     (GMT+08:00) 2020-04-03 11:32:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اپريل په ۲مه نېټه يو ځل بيا د ملي دفاع توليد د قانون له مخې د دغه هېواد فدرالي حکومت ته فرمان ورکړ چې د نوي کورونا ويروس د ناروغانو د تداوۍ لپاره د تنفس ماشينونو د توليد په برخه کې له امريکايي شرکتونو سره مرسته وکړي، څو په دغه هېواد کې د دغې ناروغۍ د خپرېدو له امله رامنځته شوې ستونزې ليرې شي.

نوموړي په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې هغه د يادو ماشينونو د توليد په ځنځير کې د خنډونو د له منځه وړلو غوښتنه کړې ده، څو د دغه ماشينونو د توليد په برخه کې د امريکا د ۶ شرکتونو ټولې اړتياوې پوره شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای