CRI Online

د هند د بې وزليو د استوګنې په ډېره لويه سيمه کې د نوي کورونا ويروس د ناروغۍ لومړۍ پېښه ثبت شوه

cri     (GMT+08:00) 2020-04-03 11:33:46

پر ځايي وخت د اپريل په لومړۍ نېټه د هند په مومبای ښار کې د دهاراوي سلوم په نوم د بې وزليو د استوګنې په سيمه کې د نوي کورونا ويروس د ناروغۍ لومړۍ پېښه ثبت شوه او يو ۵۶ کلن سړی د دغې ناروغۍ له امله مړ شو. اوس ګڼ شمېر خپلوان يې د قرنطين په حال کې دي او کور يې هم بند شوی دی.

د معلوماتو له مخې، د مومبای نفوس په هند کې تر ټولو ډېر دی او د بې وزليو د استوګنې ياده سيمه په دغه ښار کې ډېره ګڼه ګوڼه لري. د دغې سيمې پراخوالی کابو ۲ مربع کيلومتره دی، خو کابو يو مليونه کسان پکې ژوند کوي. دغه سيمه په اسيا کې د بې وزليو د استوګنې له ډېرو لويو سيمو څخه يوه ده. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای