CRI Online

په روانې اوونۍ کې د چين ۱۱۹۵ نړيوالو مال وړونکو الوتکو په کار پيل کړی

cri     (GMT+08:00) 2020-04-03 11:34:45

د چين د ملکي هوايي چارو ادارې د اپريل په ۲مه نېټه خبر ورکړ چې په روانې اوونۍ کې د چين ۱۱۹۵ نړيوالو مال وړونکو الوتکو په کار پيل کړی چې دغه شمېر د نوي کورونا ويروس له رامنځته کېدو مخکې د شمېر په پرتله زيات دی.

د معلوماتو له مخې، يادې ادارې په وروستيو مودو کې د چين د نړيوال هوايي مال وړونکي وړتيا د پياوړتيا په موخه د نړيوالو مال وړونکو الوتکو د سربيو د ټيټوالي، د اړوندو الوتکو د څارنيزې مرحلې د ساده کولو او د توکو د انتقال کولو لپاره د مسافر وړونکو الوتکو د کارولو په شمول يو لړ تدبيرونه نيولي دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای