CRI Online

تبصره: د امريکا بې ابه سياستوال په دغه هېواد کې د نوي کورونا ويروس پر ګړندۍ خپرېدو سترګې پټوي، خو د چين پر بدنامولو بوخت دي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-03 11:40:53

د چين د ميډيا ګروپ مبصر د اپريل په ۳مه نېټه يوه تبصره خپره کړه چې عنوان يې دی ( د امريکا بې ابه سياستوال په دغه هېواد کې د نوي کورونا ويروس پر ګړندۍ خپرېدو سترګې پټوي، خو د چين پر بدنامولو بوخت دي).

په دغه تبصره کې ليکل شوي چې د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د اپريل په ۲مه نېټه د دغه وزارت په يوه نوبتي خبري ناسته کې د بلومبرګ نيوز اژانس د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې پر چين د ځېنو امريکايي سياستوالو د بدنامۍ تورونه رد کړل.

رښتيا ده چې د روغتيا نړيوال سازمان او اړوند کارپوهان د ياد ويروس د خپرېدو د مخنيوي په برخه کې د چين د رول د ارزونې واک لري. په چين کې د دغه سازمان استازي ګاوډن ګاليا چې په چين کې له دغه ويروس سره په مقابله کې هم ګډون لري، خبر ورکړی چې چين پر وخت له دغه سازمان سره اړوند معلومات شريک کړي، دغه سازمان د دې پر اساس د دغه ويروس د خپرېدو تحليل او پلټنه کړې ده چې دا په ټوله نړۍ کې د دغه ويروس د خطر زنګ د وهلو لپاره زمينه برابره کړې ده.

خو د چين لخوا د ارزښتناکو معلوماتو د شريکولو تر څنګ د امريکا حکومت څه کار کړی دی؟

مايک پنس چې د دغه ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې د امريکا مسؤل دی، دغې پوښتنې ته ځواب ورکولای شي او که نه؟ ډاکټرې هيلين چو په جنورۍ کې د امريکا په دننه کې د دغه ويروس د خپرېدو خبرداری ورکړ او په فبرورۍ کې يې د پلټنې نتيجې امريکا اړوندو ارګانونو ته وړاندې کړې، خو ولې د دې څارنه او خبرداري بنده شوه؟ ايا مايک پومپيو چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير دی، لاندې پوښتنو ته ځوابونه ورکولای شي او که نه؟ د دغه ويروس تر رامنځته کېدو وروسته هغه د دغه ويروس پر وړاندې د نړيوالې مبارزې او د امريکايانو د روغتيا د ساتلو لپاره څه خدمت کړی دی؟ ولې د امريکا د ناروغيو د کنترول مرکز د مارچ له ۲مې نېټې څخه د دغه ويروس د تشخيص د شمېر او د مړينو د شمېر په اړه د شمېرو له خپرولو څخه لاس واخيست؟

ښاغلی مايک پنس او مايک پومپيو يادو پوښتنو ته ځوابونه ورکولای شي؟ نه، دوی نه شي کولای. له دې څخه څرګندېږي چې کومه خوا دروغ وايي او پر رښتياوو سترګې پټوي.

سپينه ماڼۍ غواړي پر چين تورونه ولګوي او د درواغو په ويلو سره د دغه ويروس د وقايې او کنترول په بهير کې خپل نا مسؤلانه عملونه پټ کړي. دوی د خپل هېواد د خلکو د سر امنيت ته پاملرنه نه کوي، نو له دې امله به د دغه ويروس د کنترول د فرصت دوهمه کړکۍ هم له لاسه ورکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای