د امريکا د جانس هوپکينس پوهنتون د اړوندو شمېرو له مخې، د امريکا د ختځيې برخې پر وخت د اپريل د ۲مې نېټې د مازديګر تر ۴ بجو پورې په دغه هېواد کې ټولټال ۲۳۶۳۳۹ تنه پر ناول کرونا ويروس اخته شوي او ۵۶۴۸ تنه له دې امله مړه شوي دي. د امريکا حکومت د دغه ويروس پر ضد زيات جدي تدبيرونه نيولي دي.
ولسمشر ترمپ په همدې ورځ د سپينې ماڼۍ په خبري ناسته کې څرګنده کړه: د دغه هېواد د خوړو او درملو ادارې د ياد ويروس پر ضد د انسانانو پر مقاومتي موادو لومړۍ معاينه منظور کړې چې دا به د ويروس د خپرېدو قانون د موندلو او د ناروغانو تر علاج وروسته د معافيتي حالت د معلوملو په ګټه وي. هغه زياته کړه چې امريکايي حکومت به ژر د ماسک اچولو اړوندې قاعدې خپرې کړي، خو اجباري به نه وي.
د دې تر څنګ ولسمشر ترمپ هم د دفاعي توليد قانون د پلې کولو امر ورکړ څو د GE او HRC په شمول ۷ امريکايي شرکتونه د تنفسي ماشينونو د توليدولو لپاره د اړوندو موادو ته اسانتياوې برابرې کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |