CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: د ساري ناروغۍ په وړاندې مبارزه عقل او فعالې نظريې ته اړتيا لری

cri     (GMT+08:00) 2020-04-03 19:56:49

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د اپريل په ۳مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې د ناول کرونا ويروس ساري ناروغۍ په مقابله کې بايد منطقي، ارام، خوشبين او فعال اوازونه واوريدل شي.

د ديپلومات په نوم مشهورې نړيوالې مجلې د اپريل په دويمه نېټه د څه دپاسه سلو چيني پوهانو لخوا د امريکا بېلا بېلو ټولنو ته يو پرانيستی پيغام خپور کړ. په دغه پيغام کې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې له لحاظه له ټولې نړۍ څخه غوښتنه شوې چې همکارۍ پياوړې کړي. وياندې هوا چون ينګ د اپريل په ۳مه نېټه په دې اړه وويل چې چين او نور هېوادونه ټول د ناول کرونا ويروس په ساري ناروغۍ ځپل شوي. يوازې د ټولې نړۍ خلک يووالی وساتي او همکارۍ وکړي، نو له دغه ويروس سره په مبارزه کې برياليتوب تر لاسه کولی شي او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ژوند او روغتيا ساتلی شي. موږ هېله لرو چې بېلا بېل هېوادونه په تېره بيا امريکا بايد ارام، خوشبين اوفعال اوازونه واوري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای