CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت په چين کې د مليونو مسلمانانود تش په نوم د بندولو خبرې رد کړې

cri     (GMT+08:00) 2020-04-03 20:05:47

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د اپريل په ۳مه نېټه په بېجينګ کې د امريکا ځينو سياستوالو ته سپارښتنه وکړه چې د ساري ناروغۍ په وخت کې دې سياسي موخې نه لټوي او پر چين دې تور لګول بند کړي.

د عقيدوی أزادۍ په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت استازي سام برونبيک د اپريل په دويمه نېټه وويل چې چين د مذهبي عقيدې له امله مليونونه مسلمانان بند کړي او پر چين يې غږ وکړ چې د ناول کرونا ويروس ساري ناروغۍ په موده کې مذهبي بنديان خوشي کړي. وياندې هوا چون ينګ په درېيمه نېټه دغه خبرې رد کړې. هغې وويل چې د سام برونبيک دا ادعا بې بنسټه ده چې وايي په چين کې د مذهبي عقيدې له امله د شينجيانګ مليونونه مسلمانان بنديان دي او دا ادعا بيخي خيالي او جعلي ده. د چين خلک د نه ستومانه کيدونکو کوښښونو له لارې د ساري ناروغۍ په مقابله کې فعالې اغيزې تر لاسه کړې او د مسلمانانو په شمول د ټولو خلکو روغتيا او ژوند امنيت يې ساتلی او د ټولې نړۍ روغتيايي امنيت ته يې مهم خدمتونه برابر کړي دي. د چين دا خدمتونه ټولې نړۍ هم يوه خوله تاييد کړي، خو د برونبيک په شمول د امريکا ځيني سياستوال دغه بنسټ ته نه ګوري. دوی بايد د ساري ناروغۍ په وخت کې خپل سياسي هدف لټول او پر چين تول لګول بند کړي، د ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول په چارو کې دې د دواړو هېوادونو تر منځ همکاري ورانه نه کړي او بايد په امريکا کې د ساري ناروغۍ د مخنيوي او د ناروغانو د درملنې په کارونو کې هلې ځلې وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای